دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 168508
ایران باندی د امریکا بندیزونو لومړۍ بسته رسماً پیل شوه
په‎داسې حال کې چې واشنګټن او تهران د يو بل په وړاندې خبرداريو ته ادامه ورکوي، پر ايران د امريکا د بنديزونو لومړۍ بسته رسماً پيل شوه.

د امريکا تازه اقدامات امريکايي ډالرو ته د ايران لاس‎رسى محدودوي او د ايران پر مهم صنعت لکه د موټرو، الوتکې او غاليو پر توليد هم محدوديت لګوي.
واشنګټن وايي، پر ايران د امريکا متحده ايالاتو بنديزونه پر تهران فشارونه زيات کړي او له کله چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له اټمي تړونه د وتلو اعلان کړى، د ايراني ريالو بيه نيمايي ته راټيټه شوې ده.

د امريکا ولسمشر ادعا کوي، د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره اټمي تړون چې په ٢٠١٥ میلادي کال کې لاسليک شوى، وحشتناک او يو اړخیز و او نه‎يې شوى کولاى چې ايران د اټمي وسلو له توليده راوګرځوي.
خو د امريکا ولسمشر يو وار بيا له ايراني رهبرانو سره پر يوه بهتره تړون د سلا کېدو لپاره د مستقيمو مذاکرو پېشنهاد کړى دى.
خو د هغه پېشنهاد ډېر ژر د هغه د ايراني سيال حسن روحاني له‎خوا رد شو او ښاغلي روحاني د ايران ټلوېزيون ته وويل چې دغه پېشنهاد کومه معنى نه‎لري.
ښاغلي روحاني زیاته کړه:
"که يو څوک د بل کس په وړاندې چې يا يې سيال يا دښمن دى، له چړې استفاده کوي او دغه چاړه د هغه په مټ کې خښوي او وايي غواړو له تاسو سره مذاکره او خبرې وکړو. ځواب دا دى چې اول بايد خپله چاړه وباسي او په خپل جېب کې کېږدي، بيا دې د مذاکرې او منطق مېز ته راشي."
د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي چې له اټمي تړونه د امريکا له وتلو سره سره به د دغه تړون له پاتې لاسليکوونکو سره د بنديزونو د معافيت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

بل‎خوا د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې فدريکا موګرېني ويلي، د دغو بنديزونو په وړاندې د اروپايي تجارت د بچ کېدو لپاره هڅه کوي.
د بنديزونو بيا برحاله کېدلو په ايران کې دننه ناکرارۍ زياتې کړي او په زياتو ښارونو کې د ايران د پولي واحد د ارزښت د کمېدو، د اوبو د کموالي او د بيو لوړېدو له کبله مظاهرې شوې دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير تأييد کړې چې دغه بنديزونه ښايي په اقتصادي برخه کې ايران ته ځينې ستونزې پېښې کړي، خو دى ادعا کوي چې دا کار يوازې عادي ايرانيان اغېزمنوي.
د بنديزونو يوه برخه د موټرو او غاليو توليد، د خوراکي موادو صادرات، د المونيمو، سکرو، اوسپنې او د کمپيوټرونو د سافټويرونو سوداګري يا کار و بار په نښه کوي.
خو د بنديزونه بله بسته چې د نومبر پر پنځمه پيلېږي، د ايران د تېلو خرڅلاو اغېزمنوي چې د ايران د اقتصاد د ملا تیر جوړوي.
ځينو هېوادونو له دې جملې چين، هندوستان او ترکيې ويلي چې حاضر نه‎دي، له ايرانه د تېلو رانيول په بشپړ ډول بند کړي.
 
https://avapress.com/vdcdzj0fjyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته