کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

القاعده یو لوړۍ غړۍ د افغان پوځ له لوری په هلمند کې وژل شوي

16 اسد 1397 ساعت 17:19

هلمند ولایت کې افغان ځواکونه تیره شپه د زمری په ۱۵ مه نیټه ځانګړو عملیاتو القاعده یو لوړپوړۍ چارواکې وژلی دی.



د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د قول اردو ویاند عبدالقیوم نورستاني په دی اړه ویلي، چې د بګرام د ټیم ځانګړو ځواکونو د دوشنبې په شپه د هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې د القاعده د ډلې د یو لوړپوړې غړي عبدالرحیم المصري د نیولو لپاره عملیات وکړل.
ښاغلي نورستاني وویل، د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې المصري او د هغه شپږ نور ملګري ووژل شول.
ښاغلي نورستاني وویل " المصري د القاعده ډلې یو لوړپوړی غړی وو، چې په هلمند او ټول افغانستان کې یې د دغې ډلې د امرونو د پلي کیدو مسولیت پر غاړه وو".
د ځانګړو ځواکونو د قول اردو له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې د دغو شپنیو عملیاتو په ترڅ کې ځانګړو ځواکونو دوه ښځې، چې پاکستاني اتباع ښودل شوي هم نیولي دي.
د ځانګړو ځواکونو قول اردو ویلي، چې په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، اسناد، ۸ کمپوټره، ۲۱ هارد ډیسک او د ماین د جوړولو یولارښود هم دغو ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.
د القاعدې ډلې هم د افغان ځانګړو ځواکونو د ادعا په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.
 


د مطلب کود: 168510

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168510/القاعده-یو-لوړۍ-غړۍ-د-افغان-پوځ-له-لوری-په-هلمند-کې-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com