دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۹
د مطلب کود : 168521
مصر کې د جمال الدین افغان مجسمه کېښودل شوه
د قاهرې د ازادۍ په مشهورې څلور لارې کې د افغانستان د وتلي متفکر سید جمال الدین افغان مجسمه ودرول شوه.
د قاهرې د ازادۍ په مشهورې څلور لارې کې د افغانستان د وتلي متفکر سید جمال الدین افغان مجسمه ودرول شوه.
افغان چارواکي وايي د مصر له حکومت سره یې په ګډه د" ختيځ د ستر نابغه علامه سید جمال الدین افغان مجسمه" جوړه او نندارې ته کېښودله.
دا مجسمه د سه شنبې په ورځ ( اګست ۷) د مصر د پلازمینه قاهرې د تحریر په څلور لارې کې ودرول شوه. دا هغه میدان دی چې څو کاله مخکې په کې د حسني مبارک د نظام پر ضد خونړۍ مظاهرې وشوې او نظام یې نسکور کړ.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند صابر مومند امریکا غږ ته وویل چې دا مجسمه یې د مصر د حکومت په غوښتنه جوړه کړې ده.
نوموړي وویل "سید جمال الدین افغان مصر کې ډېر وخت تېر کړی او ډېر اغیزناک کارونه یې کړي دي. هغه د مصر او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې د یو ارزښتناک پول حیثیت لري او هلته د هغه فکر او شخصیت ته ډېر درناوی کیږي. ډېرو خوځښتونو له مصر څخه کار پیل کړی او جمال الدین افغان هم په کې هم مهم رول لوبولی دی."
ښاغلي مومند وویل چې شاوخوا یو کال مخکې د مصر حکومت د اسلامي هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو مفکرینو او ملي شخصیتونو مجسمې جوړولی او په دغه هېواد کې نندارې ته اېښودلی شي.
هغه وايي چې دا مجسمه له برونزو جوړه شوې ده او شاوخوا یو میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی او ټول کارونه یې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مخ ته وړي دي.
مصري مجسمه جوړونکو دا مجسمه جوړه کړې ده. لمړی پتېیل شوې وه چې دا مجسمه به په کابل کې جوړیږي، خو د ښاغلي مومند په خبره له افغانستان څخه یې مصر ته انتقالول ستونزمن وبلل شول او پرېکړه وشوه چې په قاهره کې دې جوړه شي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي دامهال په هېواد کې دننه د دا ډول مجسمو د جوړولو او نندارې ته د اېښودلو لپاره امکانات او شرایط نه دي برابر، خو د کابل پوهنتون په کتابتون کې هم د سید جمال الدین افغان یوه مجسمه اېښودل شوې ده.
د "ختیځ نابغه "
سید جمال الدین افغان د" ختيځ ستر نابغه" بلل کیږي چې د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو د وېښتابه لپاره یې ډیرزیار وایست. هغه په افغانستان کې د امیر شیرعلي خان مشاور هم و او د هغه په مشورې په لومړي ځل «شمس النهار» جریده پیل شوه.
نوموړي د فکري وېښتابه او مطبوعاتو په دودولو کې په افغانستان او نورو هېوادونو کې هلې ځلې وکړې. سید جمال الدین افغان له هند څخه اروپا، مصر او ترکیې ته تللی او څو کاله یې په مصر کې ژوند کړی دی.
په مصر کې د «عروۀالوثقی» مجله هم هغه پیل کړه. سید جمال الدین افغان په ۱۸۹۷ کال په ترکیه کې مړ شو او بیا په ۱۹۴۴ کې یې جسد افغانستان ته انتقال او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirvazzt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته