دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 168528
په کاپیسا کې د برښنا رسونې د دریوو پروژو پرانیستل
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د کاپیسا ولایت په ګلبهار او کوهستان ولسوالیو کې د برښنا درې پروژې، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارلي.
په دې پروژو کې له پُشتې سُرخ نه تر ګلبهار پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي غځول، ګلبهار کې د ۲۲۰/۲۰ کیلوولټ سب سټیشن او د ګلبهار له سب سټیشن څخه تر تپې احمد بیک پورې د ۱۱۰ کیلوولټ لیږدونکي مزي شامل دي. د یادو پروژو مجموعي لګښت شاخوا ۶۵.۸ میلیونه امریکايي ډالره کېږي، چې د امریکا د متحده ایالاتونو د اردو د انجنیري ټیم په مالي مرسته پلې شوې دي.
د ګلبهار سب سټیشن مجموعی طاقت دوه پایې ترانسفارمرونه یې (۲۲۰/۱۱۰ کیلو ولټ، ۱۶۰×۲ میگاولټ امپیر) دي، چې د پنجشیر او کاپیسا ولایت د تګاب او نجراب ولسوالیو پورې اړه لري. دوه پایې نور توزیعي ترانسفارمرونه یې د  (۲۲۰/۲۰ کیلو ولټ، ۱۶×۲ میگاولټ امپیر) په ظرفیت دي، چې د کاپیسا او پروان ولایتونو ځینې برخې تر پوښښ لاندې نیسي، بل لورته د ګلبهار سب سټیشن د وارداتي او آبي برښنا تر مینځ یو وارداتي پول دی چې اوس ۷۰ میګاواټه برښنا ننګرهار ته لیږدوي.
همدارنګه یو سرکټ یې چې دمګړۍ تر پلان لاندې دی د پنجشیر ولایت ته هم غځول کېږي.
اوسمهال کاپیسا برښنا، ۱۱۱۰۰ پیرودونکو ته د برښنا رسونې خدمتونه ترسره کوي چې د پورته ذکر شویو پروژو په ګټې اخیستنې ته سپارلو سره به دیرش زره ( ۳۰۰۰۰) نوي پیرودونکي له برښنا برخمن شي او په رهایشي پیریدونکو سربېره، صنعت کارانو او سوداګریزو سیمو ته به هم د فعالیت زمینه برابره شي.
 د وارداتي مزي سره له تړل کېدو سربیره یاد سب سټیشن د نغلو له تولیدي فابریکې سره هم وصل دی، که چیرې په وارداتي مزي کې کومه ستونزه رامنځته شي کولای شو د نغلو له تولیدي فابریکې څخه د هغه انرژي تأمین کړو. په همدې حال کې، یاد سب سټیشن پر کاپیسا ولایت سربیره، پروان، پنجشیر او ننګرهار ولایتونو ته هم د برښنا رسونې زمینه برابروي.
د افغانستان برښنا شرکت هوډ لري چې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره د کاپیسا په ولایت کې د برښنا رسونې خدمتونو ته چټکتیا ور وبښې او د پورته ذکر شوي سب سټیشن په فعالېدو سره ۳۰ نیمه کاره پروژو ته، چې دمګړۍ په کاپیسا کې موجودې دي د برښنا شبکې د غځولو امکانات برابریږي، چې دا پروژې به په دوو راتلونکو کلونو کې بشپړې شي.
د یادو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د کابینې ځینو وزیرانو، د ملي شورا یو شمیر غړو او د کاپیسا ولایت د ولایتي شورا غړو، د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس، سپین ږېرو او قومي مشرانو او د افغانستان برښنا شرکت یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0cdycw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته