دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۴
د مطلب کود : 168541
په هرات کې ۷ تنه سیمه ایز سرتیری د طالبانو له لوری وژل شوی او ۲ تنه نور اسیر شوي
په هرات کې سیمه ایز چارواکې وایی چی په دی ولایت کې د پشتون زرغون په ولسوالی کې د سیمه ایز پولیسو یو پسته سقوط له امله ۷ تنه سیمه ایز پولیس وژل شوی او دوه تنه نور د طالبانو له لوری په اسارت وړل شوی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جیلانی فرهاد؛ د هرات والی ویاند، د چهارشنبه په ورځ وویل چی طالبانو تیره شپه د دشت نیزان په کلۍ کې برید ترسره کړی دی.
تراوسه د طالبانو د تلفاتو په اړه څه نه دی ویل شوی.
خلګ هم ویلی دی چی طابان ددی پسته ټول جنګی تجیزات د ځان سره وړي او دا نښته ساعتونه ساعتونه د طالبانو او دولتی ځواکونو په منځ کې دوام درلود.
پشتون زرغون د هرات ولایت نسبتآ ناامنو ولسوالیو څخه دی. سیمه ایز سرچینی ویلی دی چی طالبان ډیر د اوبه ناامنه ولسوالی څخه پر دی ولسوالی باندی برید کوی.
 
https://avapress.com/vdcayan6649nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته