دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 168553
بلخ کې ماین چاودنې د ۸ ملکي کسانو  ژوند واخیست
د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه له غرمې مخکې کابو یوولس بجې شوې ده چې وژل شوي ټول د یوه کلي اوسېدونکي
د یاد ولایت سیمه‎ییز چارواکي(چهارشنبې د زمري۱۷مه) وايي چې دا پېښه له غرمې مخکې کابو یوولس بجې هغه مهال شوې ده چې د زیانمو کسانو موټر د سرک غاړې له ماین سره برابره شو.
د بلخ د پولیس ویاند، شېرجان درانی څرګندوي چې په موټر کې اته کسان سپاره وو او ټولو ژوند له لاسه ورکړی دی.
شېرجان زیاتوي چې وژل شوي کسان ټول د یوه کلي اوسېدونکي دي.
د پېښې په اړه کومې ډلې غبرګون نه دی ښودلی.
حکومتي چارواکي تل د سرک غاړي ماین اېښودو پړه پر مخالفو وسله والو وراچوي، دوی وايي چې دا ډلې د افغان ځواکونو په نښه کولو لپآره دا ماینونه خښوي.
د سرک غاړي ماینونو ډېرۍ قربانیان ملکي کسان وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkj0fsyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته