ارګ ماڼی په یون بیان کې ویلي، چې په متعارفو عملیاتو کې د خاصو ځواکونو د استعمال او په ورځنیو هوايي عملیاتو کې د ۷۷۷لوا د استعمال د څرنګوالي په اړه د ملي دفاع وزیر خپل راپور وړاندې کړ چې غونډې له هر اړخیز بحث وروسته لازم تصامیم ونیول.
د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې یې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
بلخوا ارګ ماڼی وایي د اجنډا سره سم د غونډې ګډونوالو د ټاکنو قانون د (۱۰۴) مادې په استناد د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو او په غزني ولایت کې د ټاکنو د ترسره کېدو پر څرنګوالي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رئیس په وړاندیز هر اړخیز تفصیلي بحث او خبرې وکړې.
د ارګ ماڼی د خبرپاڼې له مخې، چې غونډې له هرخیز بحث وروسته پرېکړه وکړه چې په دې اړه تخنیکي او عملي مطالعاتو او مشورو ته اړتیا ده او د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه یې وغوښتل چې راتلونکي غونډې ته دې د مشخصو او عملي بدیلونو راپور وړاندې کړي، تر څو په دې اړه لازم تصمیم ونیول شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت اونیز راپور وړاندې کړ چې له هر اړخیز بحث وروسته د وضعیت د بهبود په خاطر لازم تصامیم ونیول شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)