کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د خوندي سندونو مطبعې د روزنیز مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 اسد 1397 ساعت 17:15

د افغانستان د خوندي سندونو مطبعه چې د المان هیواد په تخنیکي همکارۍ جوړیږي موخه یې په نړیوال ستندرد د ټولو دولتي خوندي سندونو چاپول دي.



د افغانستان د خوندي سندونو مطبعې د روزنیز مرکز د بنسټ ډبره نن د زمري میاشتې په ۱۷ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي او د افغانستان لپاره د المان هیواد سفیر ښاغلي والټر هاسمن له لوري کېښودل شوه.
د افغانستان د خوندي سندونو مطبعه چې د المان هیواد په تخنیکي همکارۍ جوړیږي موخه یې په نړیوال ستندرد د ټولو دولتي خوندي سندونو چاپول دي.
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي وویل: "له نیکه مرغه نن ورځ د المان هیواد په همکارۍ د خوندي سندونو مطبعې د روزنېز مرکز د بنسټ ډبره اېښودل کېږي، او د دې روزنیز مرکز د ودانۍ رسمي کار د پیلېدو شاهدان یو."
نوموړي زیاته کړه، "د خوندي سندونو چاپولو پروژه د ټولو خوندي دولتي سندونو، لکه پاسپورټ، برېښنایي تذکرې، د دولتي پرسونل د هویت کارتونه او ټول اړین کاغذي سندونه به په نه خوندي کیفیت، له نړیوال سټنډرډ سره سم په هیواد كي دننه کې چاپېږي."
د افغانستان لپاره د المان هیواد سفیر ښاغلي والټر هاسمن وویل: "په افغانستان کې د خپل کار په وروستیو ورځو کې ډېر خوښ یم چې د خوندي سندونو چاپولو مطبعې د بنسټ ډبرې په اېښودلو کې برخه اخلم او د دې پروژې د پرمختګ شاهد یم، کله چې د دولتي سندونو چاپولو مرکز کار بشپړ شي، د افغانستان حکومت د دې وړتیا پیدا کوي، چې خپل خوندي سندونه چاپ کړي. همدارنګه دا پروژه د المان او افغانستان د همکاریو یوه ښه بیلګه ده – نه یوازې په دې دلیل چې بودیجه یې د المان فدرال او افغانستان له خوا ورکول کېږي، بلکه د افغانستان د خوندي سندونو د مطبعې او د المان د اړوندو موسساتو د نږدې همکارۍ ښودنه هم کوي."
 د افغانستان د خوندي سندونو مطبعې پروژه د شاو خوا ۷۰ میلیونه یورو په ارزښت د افغان حکومت او المان هیواد لخوا په ګډه پلي کیږي. په دې پروژوه کې د نویو تعمیرونو جوړول، مناسبه ځمکه او امنیت د مالیې وزارت مسؤلیت او د ماشینونو او تجهیزاتو برابرول، د نویو تعمیرونو طراحي او ډيزاين، د کیفیت کنټرول او د کارکوونکو د وړتیا لوړول د المان هیواد مسؤلیت دی چې تر دې مهاله په یادو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي
 


د مطلب کود: 168567

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168567/د-افغانستان-خوندي-سندونو-مطبعې-روزنیز-مرکز-بنسټ-ډبره-کېښودل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com