دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 168573
د افغانستان په ولسمشریز ټاکنو کې به د بایومتریک سیستم وکارول شي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن د چهارشنبې په ورځ (زمري ۱۷ مه) اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې له نوې ټکنالوژۍ یا بایومیټریکڅخه ګټه اخیستل شوني نه دي، خو دغه کمیسیون ژمن دی چې په ولسمشریزو ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه کار واخلي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو په کمیسیون کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې، چې د دغه کمیسیون رئیس او نور غړي هم حاضر وو خبریالانو ته وویل چې د رایه ورکوونکو بایومیټریک په ټاکنو کې د شفافیت تر ټولو غوره لار ده.
خو هغه زیاته کړه : " دې ته په کتو سره چې کمیسیون دا مهال د ولسي جرګې د ټاکنو په عملیاتي چارو بوخت دی، او بل خوا د ټاکنو ترسره کېدو نیټې ته یوازې ۷۰ ورځې پاتې دي، په دومره لنډه موده کې کمیسیون د راتلونکو ټاکنو لپاره د ټکنالوژۍ تدارک او پلي کول شونی نه بولي. "
د ټاکنو کمیسیون، د روان کال د تلې ۲۸ مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره ټاکلې.
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د راتلونکې کال پسرلی یاد شوی دی.
ښاغلي هاشمي وویل: " د وخت کمښت ته په پام سره کمیسیون پرېکړه وکړه چې له ټکنالوژۍ څخه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کار واخیسستل شي تر څو وکولای شي په ولسمشریزو ټاکنو کې لا زیات شفافیت تامین کړي، چې ټاکل شوې د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۳۱ مه نېټه ترسره شي."
په ټاکنو کې له بایومیټریک څخه ګټه اخیستنه، د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه د افغانستان د سیاسي ګوندونو په غوښتنو کې راځي، چې د لا زیات شفافیت او په ټاکنو کې د مهندسۍ د مخنیوی لپاره پر دغه سیسټم ټینګار کوي.
د افغانستان د سیاسي ګوندونو بله غوښتنه پر ټاکنو د سیاسي ګوندونو موثره څارنه وه، چې حکومت منلې ده، خو د اوسني ټاکنیز نظام د بدلون غوښتنه، چې رایه په کې نه شي لېږدول کېدای، په مختلط او تناسبي سیسټم اړول تر اوسه نه ده منل شوې.
https://avapress.com/vdcfecdymw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته