دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 168574
کابل-کندهار لویه لاره د میدان وردګ لاریون کوونکو له لوری تړل شوي دی
د میدان وردګ ولایت په سلګونو اوسیدونکو نن د چهارشنبې په ورځ (زمري ۱۷ مه) د کابل – کندهار یویه لار، چې د میدان وردګ له ولایت څخه تیریږي د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

دا اعتراض کوونکي په حکومت کې د دغه ولایت د اوسیدونکو د سیاسي ګډون، د میدان وردګ ولایت مرکز ته د دولتي پوهنتون لیږد او په دولتي رسمي مکتوبونو کې د ولایت نوم د"میدان وردګ "په نوم ثبتول غواړي.
دغو اعتراض کوونکو افغان حکومت ته خبرداری ورکړی، چې د غوښتنو تر منلو به د کابل- کندهار لویه لاره بنده وساتي.
لاریون کوونکي وايي، افغان حکومت د یو پلاوي له لارې دوی سره خبرې کړې وې، خو حکومت بیا په کړو ژمنو عمل ونه کړ، نو اوس دوی غواړي، چې په دې مسلو مخامخ د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره خبرې وکړي.
احمدشاه ابدالی ترانسپورټي شرکت مرستیال حاجي احمدالله په دی اړه وویل، چې د لارې د تړلو له امله د سړک دواړو غاړو ته په سلګونو مسافر بند پاتې دي.
د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي هم د لاریون کوونکو له خوا د لارې تړل تائیدوي.
شاوخوا اولس ورځې ږواندې په سلګونو اعتراض کوونکو د یو لاریون په ترڅ کې د میدان وردګ ولایت د والي دفتر وتړله او په حکومت کې د ټولو قومونو د ګډون او د میدان له درې څخه میدان ښار ته د دولتي پوهنتون د لیږدولو غوښتنه وکړه.
https://avapress.com/vdcgu79qtak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته