دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۴
د مطلب کود : 168575
په ایران کې د ګازو د چاودنې له امله دری تنه وژل شوي
په ایران کې په یوه ورزشي سټډیوم کې د ګازو د چاودنې له کبله درې تنه وژل شوي دي.

د ایران دولتي ټلوېزیون راپور ورکړ چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په پلازمېنه تهران کې شوې ده.
د راپور له مخې پېښه وروسته له هغه وشوه چې د ترمیم کاریو پر مهال د ګازو نل لیک شو.
ایران د نل‎لیکو یو زوړ سیستم دی چې پر دغه هېواد د لوېدیځ د کلونو بندیزونو پر مهال په خپل حال پاتې شوی او کار ترې اخیستل کېږي.
په جولای میاشت کې هم په پلازمېنه تهران کې په دوو جلا پېښو کې پنځه تنه د زهرجن ګاز د لیک کېدو له کبله مړه شوي وو.
https://avapress.com/vdchq6nzm23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته