کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین غواړي تاپي پروژې کې ورګډ شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 اسد 1397 ساعت 18:08

د ترکمنستان د ګازو پروژه د افغانستان، پاکستان او هند تر منځ ده خو اوس چین پکښې ورګډیدلو ته لیوالتیا ښوولې ده.


د پاکستان د ګازو د ادارې مشر مبین صولت وايي چې چینایي چارواکو لیوالتیا ښودلې ده د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند تر منځ د ګازو د انتقال له پروژې (تاپي) کې ورګډ شي.
ښاغلي صولت ویلي چې چین غواړي له پاکستان څخه یوه فرعي نل لیکه بیجنګ ته وغځوي. په اصل کې دا نل لیکه د چین د هغه پلان برخه ده چې غواړي له ترکمنستان څخه د ګازو د انتقال پروژې سره یوځاې شي. نوموړي وویل دا نل لیکه چین ته د منځنۍ اسیا له لوړو ژورو او په غرونو کې له راتېرېدونکې نل لیکې څخه ارزانه پریوځي.
په دې وروستیو کې د اسلام اباد-بیجنیګ اړیکې قوي شوي دي او چین "د یو کمر بند او یوه لار" په نامه اقتصادي پروژې د پیلولو ژمنې کړې چې د برېښنا سټېشنونه، د سړکونو جوړولو او نورې بیا رغونې پروژې په کې شاملې او ۵۷ میلیارد ډالر لګښت پرې راځي.
د تاپي پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ له منځنۍ اسیا څخه د ګازو د انتقال یوه ګډه پروژه ده چې ۹.۶ میلیارده ډالر پرې لګول کیږي. دا پروژه به د کال ۳۳ میلیونه کیوبک مېتره ګاز انتقالوي.
د تاپي پروژه په افغانستان کې د ځینو امنیتي ستونزو له کبله څو وارې وځنډول شوه، خو اوس ټاکل شوې چې په دوو پړاونو کې پلې شي.
په لومړي پړاو کې به یې نل لیکه د فشار له کوم دستګا پرته د ګازو انتقال پیلوي، کله چې د ګازو انتقال پیل شو او عاید یې ترلاسه شو، بیا به د ترلاسه شوي عاید له لارې دویمه نل لیکه وغځول شي.
په دویمې مرحلې کې د فشار ۱۱ دستګاوې لګول کیږي چې ګاز ژر انتقال کړل شي. دا نل لیکه ۱۸۰۰ کیلو مېتره ده. د پاکستان د ګازو د ادارې مشر صولت رویټرز ته وویل چې په پروژې کې د چین شاملېدل به دویمه مرحله اسانه کړي.


د مطلب کود: 168577

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168577/چین-غواړي-تاپي-پروژې-کې-ورګډ-شي

آوا
  https://www.avapress.com