کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غصب شوي فلسطین کې مېشت مسلمانان او د اسرائیلو نوی قانون

18 اسد 1397 ساعت 7:22

د غاصب اسرائیلي دولت پارلمان څو ورځې د مخه د رایو په اکثریت د قانون یوه نوې ماده تصویب کړه، چې له مخې یې د فلسطینیانو نه په غصب شوې خاوره کې رامنځته شوی اسرائیلي دولت د یهودانو په قومي دولت بدل شو او په دې هېواد کې مېشت عرب مسلمانان د دې هېواد دوهمه درجه اتباع وګرځېدل.



دا ماده ۹ مهمې نکتې لري دې  ۹ واړومهمو نکتوته چې نظر وشي نو ټولې په نسل پرستۍ او مذهبي تعصب ولاړې دي دا ۹ مهمې نکتې دا دي
(۱)ټول یروشلم(بیت المقدس)به داسرائیلو پلازمېنه وي.
(۲)له دې بعد به عربي دولتي ژبه نه وي دولتي ژبه به یواځې عبراني وي او عربي به پدې هېواد کې له عبرانۍ وروسته خصوصي مقام ولري.
(۳)دولت به دهغو یهودانو دامنیت ساتنې ته ځانګړې توجو کوي کوم چې دیهودیت له امله دامنیتي مشکلاتو سره مخامخ کېدای شي.
(۴)دولت به مسئولیت ولري چې دنړۍ په هرګوډکې چې یهودان مېشت وي ورسره روابط ټینګ کړي ترڅو دنړۍ دیهودانو او دولت ترمنځ دمېنې او خواخوږۍ فضا رامنځته او بیا ټینګه شي.
(۵)ددولت مسئولیت به وي چې په نړۍ کې دمېشتو یهودانو دځان،مال،کلتور،تاریخ او مذهبي رسمونو او اقدارو دساتنې او دفاع لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
(۶) په هېواد کې مېشت یهودان د هېواد او دولت ستره سرمایه ده دولت مکلف دی چې ددوئ لپاره ددوئ داړتیا سره سم نوې ودانئ جوړې کړي او دحوصلو لوړوالي لپاره یې اړین ګامونه پورته کړي.
(۷)دولتي جنتري به عمراني وي او ترڅنګ به یې دعیسوي جنتري نه هم کار اخستل کېږي.
(۸)دازادۍ په ورځ به دولتي رخصتي وي او دهولوکاسټ هیروز ترڅنګ به دهغو روځو یادونه هم کېږي چې پکې اسرائیلي فوځیان ددښمن په مقابل کې جنګېدلي او قربانئ یې ورکړيدي.
(۹)دیوم السبت یاني دهفتې ورځ به داستراحت او دولتي رخصتۍ ورځ وي خو دهېواد نایهودي اتباع به په بلې ورځ درخصتۍ حق ولري.
په اسرائیلو کې ددې نوي قانون منظورېدا په کلي ډول دبشرحقوق ترپښو لاندې کول دي نو ځکه په غربي نړۍ کې هم ددې پرضد ګڼو ادارو او اشخاصو اواز پورته کړیدی خو دا چې اسرائیل دملګروملتونو په ادارې کې دتصویب شویو پرېکړه لیکونو پروانه ساتي نو دلویدیځ نه داشخاصو او ادارو دراپورته شویو اوازونو به څه پروا وساتي او پر پرېکړو به یې څه اغېزې وکړي؟
په ۱۹۴۸ م کال کې چې دملګرو ملتونو ادارې کې غاصب اسرائیلي دولت په رسمیت پېژندل کېدلو نو دې ادارې داسرائیلي دولت ترڅنګ دازاد فلسطیني دولت رامنځته کېدل هم په رسمي ډول منظور کړي او دفلسطین خاوره یې ویشلې وه؛په شمال غرب ټولو سیمو داسرائیلو واکمني منل شوې وه؛غزه او لویدیځه تړانګه دازاد فلسطیني دولت لپاره پرېښودل شوې وه او بیت المقدس  ددواړو دولتونو دواک نه بېرون دملګرو ملتونو ترڅارنې لاندې ازاده سیمه پرېښودل شوې وه خو دا دفلسطیني مسلمانانو نه پرغصب شوې ځمکې یو ناجایزاو غاصب دولت ته قانوني حیثیت ورکول او په رسمیت پېژندل و نو ځکه ددې ستر ظلم دمنلو نه فلسطیني مسلمانانو انکار وکړ چې له امله یې دعربو او اسرئیلو ړومبی جنګ رامنځته شو چې په نتیجه کې یې پرغزې دمصر قبضه راغله مشرقي بیت المقدس داردن ترقبضې لاندې راغلو او لویدیځه تړانګه اسرائیلو غصب کړه.
په ۱۹۶۷ م کې دعربانو او اسرائیلو په دوهم جنګ کې اسرائیلو ټول فلسطین قبضه کړ او ترڅنګ یې دمصر نه دسویس کانال او دشام نه دګولان غرونه هم ونیول؛اسرائیل ترننه پرټول فلسطین قابض دي او عملاً یې دملګرو ملتونو هغه پرېکړه رد کړې چې داسرائیلو ترڅنګ به دفلسطینیانو لپاره هم ازاد دولت جوړېږي.
اسرائیلو اوس ددې نوې مادې په تصویب یو ځل بیا دملګرو ملتونو هغه پرېکړه رد کړه چې له مخې یې بیت المقدس دملګرو ملتونو ترمراقبت لاندې ازاده سیمه پرېښودل شوې وه.
اسرائیلو په ۱۹۸۰ م کال کې هم یوه ماده تصویب کړې وه چې له مخې یې بیت المقدس داسرائیلو پلازمېنه ګرځول شوې وه خو دا ماده چې دملګرو ملتونو دپرېکړې سره سراسر په ټکر کې وه نو دملګرو ملتونو دامنیت شوری رد کړې وه؛داسرائیلو نه یې ددې قانون دمنسوخ کولو غوښتنه کړې وه او دملګرو ملتونو دغړیو ټولوهېوادونو نه یې غوښتي و چې بیت المقدس کې دې خپل سفارتونه نه پرانزي؛پدې اړه چې دملګرو ملتونو ادارې کې رایې اچول کېدې نو امریکا پکې برخه نه وه اخستې نوبې طرفه پاتې شوې وه.
دامنیت شوری داسرائیلو نه یواځې دقانون دمنسوخ کولو غوښتنه کړې وه خو چې داسرائیلو پرضد عملاً کوم اقدام نه و شوی نو دې غوښتنې پراسرائیلو هیڅ اثر ونکړ.
تېر کال چې امریکا بیت المقدس داسرائیلو لپاره دپلازمېنې په صفت ومنلو نو ددې پرېکړې پرضد دمصر له لورې دوړاندې شوي پرېکړه لیک په حق کې دامنیت شوری ۱۴ غړو رایې ورکړې خو امریکا ویټو کړ او دوه میاشتې دمخه یې خپل سفارت هم دتل ابیب نه رامنتقل او په بیت المقدس کې یې پرانست.
داسرائیلو سره دامریکا همدا ډاډ دی چې اوس یې بیا دملګرو ملتونو پرېکړه رد او له خپل لورې یې بیت المقدس په قانوني لحاظ داسرائیلو پلازمېنه وګرځوله.
داقانون دملګرو ملتونو له لورې په فلسطین کې ددوه دولتونو درامنځته کولو منظور کړی شوی پلان ردوي او په اسرائیلو کې دمېشتو عربانو ټول بشري حقوق ترپښو لاندې کوي.
ددې قانون په اړه داسرائیلو په پارلمان کې درایو ورکولو پرمهال دپارلمان عربو غړو ددې مادې پرضد سخت احتجاج وکړ ؛نارې یې پورته کړې او دوئ ته ورکړل شوې هغه پاڼې یې څېرې کړې چې دا ماده پکې لیکل شوې وه.
دیادولو وړ ده چې داسرائیلو په حدودو کې دننه چې په کومو سیمو کې له یهودانو لرې یواځې عربان اوسېدل د ۱۹۴۸ م کال نه تراوسه په تېرو ۷ لسیزو کې هفوئ ټول اسرائیلي دولت له خپلو سیمو شړلي او دهغوئ کورونه او ځمکې یې غصب کړي او دبهر نړۍ نه راغلو یهودانو ته یې پکې کورونه جوړ کړیدي خو کوم فلسطیني مسلمانان چې داسرائیلو ښارونو کې دننه دخپلو پلرونو نیکونو په مېنو کې اوسېدل نو ترې دغه مېنې ندي غصب شوي او هغوئ کې ګڼ شمېر لاهم په خپلو کورونو کې اوسېږي او دا چې داسرائیلو په ښارونو کې دننه اوسېږي نو طبعي ده چې دوئ ټول داسرائیلو اتباع ګڼل کېږي ؛ددوئ شمېر یوملیون او ۸ سوه زرو ته رسېږي چې دا داسرائیلو دنفوس ۲۰ سلنه برخه تشکیلوي.
نړۍ مني چې په اسرائیلو کې ددې عربو مسلمانانو سره ناوړه سلوک کېږي ؛دوئ ته ددوهمې درجې داتباعو په نظر کتل کېږي خو اوس ددې مادې دتصویبېدو نه پس به یواځې په عمل کې نه بلکې داسرائیلو دقانون له مخې هم دوئ ددوهمې درجې اتباع وي.
اوس به اسرائیل په نړۍ کې یواځنې هغه هېواد وي چې دخپلو اتباعو یانې عربو مسلمانانو په اړه به هیڅ مسئولیت نه لري خو د هېواد نه بېرون دنړۍ سونو زرو هغو خلکو ته به ځان مسئول ګڼي چې نه ددې هېواد اتباع دي؛نه یې ددې هېواد اودې سیمې سره کوم تړاو شته او نه یې په خپل عمر کله داهېواد لېدلی دی.
دفلسطیني مسلمانانو نه غصب شوې سیمې چې اوس داسرائیلو ترقبضې لاندې دي پکې نوي کورونه جوړول؛ورته وده ورکول؛داخپله ملي شتمني ګرځول او پکې له بهر نړۍ نه راوستل شوي هغه خلک مېشت کول چې ددې خاورې سره یې هیڅ ربط نه وي او دا هر څه دخپل قانون برخه ګرځول دمهذبې نړۍ او دملګرو ملتونو دقوانینو سره دنفرت ښکاره کولو او ورته په سپکه سترګه دکتلو داسې بېلګه ده چې په نړۍ کې هیڅ مثل نه لري خو عجیبه دا ده چې نړۍ کې هیڅوک داسې نشته چې دټولې انساني ټولنې سره دنفرت او سپکاوي نه ډک دې اقدام نه اسرائیل  منع کړي او نه یې دمنع کولو هڅې کوي.
ددې قانون دتصویبېدونه پس داسرائیلو لومړی وزیر بن یامین نتن یاهو په خپلې وینا کې وویل چې موږ په خپل دیموکرات نظام کې دبشري حقوقو لحاظ کوو خو پرېکړې داکثریت بربنسټ کېږي او اکثریت خپل حقوق لري.
دنړۍ عام ذهنیت داسرائیلو ددې اقدام سره خپل مخالفت ښکاره کړی داروپایې اتحاد دباندنیو چارو مشر فریډریکه موغریني ویلي دي چې موږ ددې نوي قانون په اړه سخت تشویش لرو؛موږ به پدې اړه داسرائیلي دولت سره خبره وکړو ځکه چې موږ په فلسطین کې داسرائیلو ترڅنګ دازاد فلسطیني دولت رامنځته کول غواړو ددې لپاره هڅې کوو او دا دفلسطین دستونزې حل بولو.
په اسرائیلو کې دننه او له اسرائیلو بېرون دنړۍ په مختلفو برخو کې مېشتو یهودانو هم ددې قانون سره خپل مخالفت ښکاره کړیدی؛داسرائیلو دا اقدام یې په شدیدو ټکو غندلی دی او دایې داسرائیلو لپاره دډېر تاوان نه ډک اقدام ګڼلی دی ځکه چې پکې دنړۍ د مسلمو اصولو نه مخالفت دی؛ددې قانون دعملي کېدو نه پس به په اسرائیلو کې دمېشتو عربانو حقوق نورهم ترپښو لاندې شي چې دا داسرائیلو لپاره دشرم نه ډکه خبره ده.
داسرائیلو دپارلمان یو عرب غړي احمدطبي رسنیو ته وویل چې ځه نن اعلان کوم چې دیموکراسي او جمهوریت په اسرائیلو کې ومړ.

داسرائیلو ددې تازه اقدام اونورو اقداماتوپه مقابل کې دملګرو ملتونوعکس العمل ښکاره کول ښه خبره ده خوداسرائیلودوجودنه تر ننه داسرائیلو پرضد پرېکړه لیکونواو غندنو پراسرائیلو دیادولو وړ هیڅ اغېزه نده کړې اونه یې ددې غاصب دولت دناوړه اقداماتو مخه نیولې ده ځکه چې دملګرو ملتونو دامنیت شوری تر اوسه داسرائیلوپرضد کوم کوچنی عملي اقدام ندی کړی ؛امریکا دا اداره بیخي بې واکه کړیده اوداسرائیلودهرې ارادې اواقدام سره یې حمایت مل دی .

ترڅو چې مسلمانان د فلسطین دازادۍ اودوحشي اسرائیلودشوموپلانونوپه مقابل کې یوشوي نه وي داسرائیلو له لورې به دداسې اقداماتو لړۍ روانه وي موږ به یواځې غم او افسوس ښکاره کوو اوپه عمل کې به هیڅ نه شو کولای .


د مطلب کود: 168585

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168585/غصب-شوي-فلسطین-کې-مېشت-مسلمانان-او-د-اسرائیلو-نوی-قانون

آوا
  https://www.avapress.com