دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 168587
عمران خان: جنگ د افغانستان د مسلې حل ندی
عمران خان وایي چې هغه مدام د افغانستان د مسلې په سیاسي حل ټینگار کړیدی او دغه مسله د جنگ او طاقت د استعمال د لارې نشې حل کیدی.
د پاکستان منتخب صدراعظم عمران خان دغه څرگندونې د امریکا د سفیر جان ایف هوور سره په اسلام اباد کې په خپل کور کې د یو ملاقات په مهال کړیدي.
عمران خان وویل "جنگ او قوت د افغانستان د مسلې حل نه دی، په افغانستان کې سوله د پاکستان، سیمې او امریکا په گټه ده."
هغه وویل چې پاکستان خواهش لري چې افغانستان کې سوله او ثبات راشي. هغه زیاته کړه خوښ دی چې په امریکا کې هم اوس د افغانستان د مسلې د حل لپاره د خبرو لپاره غږونه پورته کیږي.
د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر چې تمه ده څو وروځو کې به د صدراعظمۍ لپاره لوړه وکړي، ملت ته په لمړنۍ وینا کې د افغانستان سره د ښه روابطو پیغام ورکړیدی.
عمران خان د امریکا د استاځي سره د ملاقات په مهال د دواړو ملکونو د اړیکو د ښه کیدو په اهمیت هم خبرې وکړی او وی ویل چې پکار ده د دواړو ملکونو ترمنځ د اړیکو د بیا سمولو لپاره کار وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaan6049nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته