دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 168590
پاکستان پر ډیورڼد کرښه ۶۰ زره نور سرتېري ځای پر ځای کوي
ټاکل شوې چې پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو په اوږدو کې شاوخوا ۶۰ زره نور سرتېري ځای پر ځای کړي.

د پاکستان پوځ چارواکي وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترهګرو د تګ را تګ د مخنیوي لپاره د ډیورند کرښې په اوږدو کې خپلې ګزمې زیاتوي.
د بلومبرګ ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان پوځ د ډیورنډ کرښې لپاره ځانګړي ځواکونه روزي او تردې دمه د تازه دمو سرتېرو د استخدام ۴۰ سلنه بشپړه شوې ده.
پاکستاني چاروکي زیاتوي، سر بېره پر دې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د لګلو ۱۳ سلنه بشپړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې وړاندې ویلي و چې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکي پاکستان غواړي د امریکا په مالي مرسته پر ډیورنډ کرښه اغزن تار وغځوي.
د پخواني ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ”د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د يورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د اغزن سیم د غزولو لپاره له دغه هېواد سره د امریکا د متحده ایالاتو له ۱۵۰ میلیون ډالري مرستې اندېښنه څرګنده کړه او د امریکا دغه کړنه یې په کلکو ټکو وغندله. “
هغه زیاته کړه د امریکا متحده ایالات له یوې خوا ځان د افغانانو متحد او ملګری بولې او له بلې خوا په خپل دغه عمل سره د افغانستان ارضي تمامیت تر پښو لاندې کوي او د ډیورنډ په دواړو غاړو کې د افغانانو د بېلولو لپاره د پاکستان د تګلارې مرسته کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceov8z7jh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته