دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 168596
غزنی کې موټر بم چاودنې له امله طالبانو یو جګپوړي ډلمشر وژل شوي
په غزني ولایت کې د موټر بم چاودنې له امله د طالبانو یوه جګپوړي ډلمشر له خپل ۴ ملګرو سره یو ځای وژل شوی.

د غزني امنیه قوماندانی په یوه بیان کې ویلي چې پیښه تیره ورځ ماسپښین شاوخوا ۱۲:۳۰ د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبانو غوښتل چې له چاودېدونکو موادو یو ډک موټر انتقال کړي چې هدف ته له رسېدو مخکې په خپله پر طالبانو چاودلی دی.
د سرچینې له مخې، د چاودنې په ترڅ کې د طالبانو د ۱۵ کسیزې ډلې مشر، رحیم الله مشهور په ملا ذاکر، له خپل ۴ ملګرو سره وژل شوي.
د غزني امنیه قوماندان سمونوال فرید احمد وویل، چې د چاودنې په ترڅ کې یو شمېر کورونه هم زیانمن شوي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
غزني د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د غزني ولایت په شمېر لرو پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان هم په فعاله توګه په ترهګریزو کړنو بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdcaoan6i49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته