کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ووتل: سولې ته د طالبانو حاضرولو لپاره فشارونه اغیزمنه واقع شوي

18 اسد 1397 ساعت 10:40

یو کال وروسته تردې چې د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ ادارې د افغانستان د اولس کلنۍ جګړې لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه، د امریکا یو لوړپوړی قوماندان وایي چې دې تمه نه کوي چې په دغې ستراتیژي کې د لوی بدلونونه راوستل شي.



د امریکا د مرکزي قواوو د قوماندانۍ مشر جنرال ووتل د چهارشنبې په ورځ په پنتاګون کې خبریالانو ته وویل چې د خبرو مېز ته د طالبانو د حاضرولو لپاره له پوځي لارې کار اخیستل او ټولنیز او سیاسي فشارونه تر اوسه اغېزمن دي.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکا یي ځواکونو نوي قوماندان جنرال سکاټ میلر به د دغې جګړې په اړه چې هغه څه ډول مخ ته ځي خپله ارزونه وکړي خو له دې پرته چې د جګړې په ډګر کې به ځیني تکتیکي بدلونونه نه راولي دی ګومان نه کوي چې په ټوله کې به دغه ستراتیژي له سره وارزول شي.
ټرمپ د تېر کال په اګست میاشت کې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره نوي ستراتیژي اعلان کړه چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي هڅو د پراخېدو ترڅنګ دغه راز پر پاکستان هم فشارونه راوستل شوي چې په خپله خاوره کې د هغو ترهګرو پناه ځایونه له منځه یوسي چې پر افغانستان حملې کوي.
 


د مطلب کود: 168600

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168600/ووتل-سولې-ته-د-طالبانو-حاضرولو-لپاره-فشارونه-اغیزمنه-واقع-شوي

آوا
  https://www.avapress.com