دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 168617
میدان‌وردک کې اعتراض‌کوونکو لویې لارې بیرته پرانیستلې
میدان‌وردک کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې اعتراض‌کوونکو تیره شپه شاوخوا اته بجې د کابل – کندهار او کابل – بامیان لویې لارې بیرته د ترافیکو پر مخ پرانیستلې.
تیره ورځ سهار د میدان‌وردک ولایت سلګونو اوسیدونکو له دغه ولایت څخه تیرې شوې لویې لارې د اعتراض په توګه د ترافیکو پر مخ وتړلې.
اعتراض کوونکو د میدان‌وردک په مرکز کې د پوهنتون جوړولو، په سیاسي نظام کې د قومونو د ګډون او د حکومت په رسمي مکتوبونو کې د "میدان‌وردک" د نوم ذکر کولو غوښتنه کوله.
د میدان‌وردک د والي ویاند عبدالرحمان منګل امریکا غږ – آشنا ته وویل "تیره ورځ ۱۷ تنو معترضینو د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره لیدلي او له معترضینو څخه يې وخت غوښتی او تیره شپه شاوخوا اته بجې لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه".
اعتراض‌کوونکي وايي، چې ښاغلي اتمر په دغې لیدنه کې د هغوی ټولې غوښتنې منلي دي.
د هغوی پر وینا، د کابل – کندهار او کابل – بامیان لویې لارې بیرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوي، خو خپل پرلت ته دوام ورکوي.
د میدان‌وردک د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک امریکا غږ – آشنا ته وویل "زموږ غوښتنې منل شوي دي او دواړه لویې لارې اوس پرانیستې دي، خو زموږ پرلت دوام لري، ترڅو چې زموږ غوښتنې د حکومت له خوا عملي شي".
دغو اعتراض‌کوونکو تیره ورځ په میدان وردک ولایت کې د کابل – کندهار او کابل – بامیان لویې لارې وتړلې او ټینګار یې درلود، چې د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني سره مخامخ خبرې کوي.
ترانسپورتي شرکتونو هم د دغو لارو بیرته پرانیستل تائید کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezv8zfjh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته