دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 168627
افغانستان وروسته له ۲۶ کلونو د خپل هوايي حریم کنټرول تر لاسه کړ
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې نن سهار ولسمشر غني د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د هوايي حریم د کنټرول او د رادار د پرمختلولو وسایلو د کارولو د پیل په مراسمو کې ګډون کړی وو.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې له ۱۳۷۱ کال وروسته دا لومړی ځل دی، چې افغانستان بیرته د خپل هوايي حریم د کنټرول مسولیت په لاس کې اخلي.
ښاغلي مرتضوي ویلي، چې دا سیستم به نه یوازې د افغانستان فضايي حریم تشخیص کړي، بلکې دغه حریم ته د غیر مجاز او بې‌پیلوټه الوتکو د ننوتلو مخنیوی وکړي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، له دې وړاندې د افغانستان هوايي حریم، د ناټو او امریکايي ځواکونو له خوا کنټرول کیدله او کله چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د افغانستان د هوايي حریم د څارلو مسولیت پریښود، په دغې موده کې دا چارې د یو بهرني قراردادي شرکت له خوا، چې افغانانو هم په کې ونډه درلودله، اداره کیدلې.
د دغې ادارې رئیس محمودشاه حبیبي امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې د افغانستان د رادار نوي سیستم په ۳۶ سیمو کې لګول شوی دی او د دغه هیواد د ټول هوايي حریم د کنټرولو ظرفیت لري.
هغه وویل "د افغانستان فضا به نوره هم مصئونه شي او تر څنګ به یې موږ د افغانستان په فضا باندې نورې هوايي کرښې هم جوړې کړو... او زموږ عواید به هم له دې سره ډيریږي، ځکه چې د فضا ظرفیت اوس ډیر شوی دی او موږ کولی شو چې څلور چنده پنځه چنده ډيرې طیارې د افغانستان په فضا باندې تیرې کړو".
ښاغلي حبیبي زیاته کړه، چې د رادار د نوي سیستم پر جوړولو ۳۰ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی او د حفظ او مراقبت لپاره یې هرکال لس میلیونه ډالر لګښت راځي.
افغانستان د کورنیو جګړو له امله، چې د کابل په هوايي ډګر کې هم د ښکیلو خواوو ترمنځ جګړې او نښتې شوې وې، خپل رادار سیستم چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا جوړ شوی وو، له لاسه ورکړ.
پر افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د پوځي عملیاتو له پیل وروسته کله چې دغو ځواکونو کابل او د افغانستان له نورو ولایتونو وسله‌وال طالبان وشړل، د دغه هیواد هوايي کنټرول یې هم په خپل لاس کې واخیست.
https://avapress.com/vdcf0cdyew6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته