دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 168632
پکتیا کې د پاکستانیانو په ګډون تر ۷۰ زیات وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو او احمد خېلو ولسوالیو په مربوطاتو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې تر ۷۰ زیات وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په جنوب ختېځ کې د افغان پوځ سرچینې وایي په وژل شویو کې یو شمېر پاکستان اتباع هم شامل دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي چې د ۲۰۳ تندر قول اردو جزو تامونو د پکتیا ولایت آریوب ځاځیو او احمد خېلو ولسوالیو د سکندرخیلو، ترکاڼو، خیرمېنه او هستې په سیمو کې د وسله والو مخالفینو یو ډلیز برید چې په درنو وسلو (زیکویک، دهشکه، هاوان) سمبال وو په شا وتمباوه چې د برید په پایله کې ۲۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دښمن مړو جسدونه په سیمه کې پاتې دي او په وژل شوو کې پاکستاني اتباع هم شامل دي.
تندر قول اردو وایي، د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو مخالفینو سره په نښتو کې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfwb85rhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته