دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۱۵
د مطلب کود : 168644
یمن صعده ولایت کې بمبارۍ له امله په لسګونه کسان وژل شوي
د یمن په صعده ولایت کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي.

دا خبره د سره صلیب نړیوالې ادارې او محلي روغتیايي سرچینو کړې ده.
سره صلیب ویلي دي هوايي بریدونو په صعده شمالي ولایت کې یو بس چې ماشومان يې لېږدول په نښه کړی دی.
د لویدیځ په ملاتړ او د سعودي په مشرۍ ائتلاف بیا ویلي دي چې د حوثي یاغیانو د میزائیلو ویشتونکي دستګاوې يې چې پر سعودي د برید لپاره ځای پرځای شوې وې، په نښه کړي دي.
ائتلاف وايي، حوثي یاغیانو چې د ایران ملاتړ ورسره دی ماشومان د بشري سپر په توګه کارولي دي.
دا نه‎ده معلومه چې څومره ماشومان په ننني هوايي برید کې چې د یمن په شمال کې د سعودي پولي ته نېزدې شو، وژل شوي دي.
خو حوثي یاغیانو ویلي دي چې په‎دې برید کې ۴۳ تنه وژل شوي چې اکثره يې تر لسو کلونو کم عمره وو.
په یمن کې له ۲۰۱۴ میلادي کال راپه‎دېخوا په کورنۍ جګړه کې څه د پاسه سل زره کسان چې اکثریت يې ملکیان دي وژل شوي دي.
https://avapress.com/vdceev8zejh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته