دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۲۰
د مطلب کود : 168645
ولسمشر غنی: افغانستان هوا له لاری د سیمی په څلور لاری بدل شوي
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې له ۲۶ کلونو وروسته د افغانستان د هوايي حریم کنټرول افغانانو په لاس کې واخیست.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په‎دې اړه د کابل په هوايي ډګر کې په جوړو شویو مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې نن پنجشنبه افغانستان د هوا له لارې د سیمې په څلورلاري بدل شو او ژر به د ځمکې له لارې هم دغه هدف ته ورسېږي.
نوموړي دا هم ویلي دي چې د رادار دا نوی سیستم چې پخوا د بهرنیانو له‎خوا کنټرولېده له دې وروسته به د افغانانو په کنټرول کې وي.
په اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله راغلي دي، کومه بیه چې وړاندې هوايي خدمتونو لپاره پرې کېده سلګونه میلیونه ډالره وه، خو د نوموړي په وینا چې د افغانانو په لاسونو د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره به د هوايي خدمتونو قیمت کم، کیفیت لوړ او عواید زیات شي.
د افغانستان د هوایي چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبي رسنیو ته ویلي دي چې اوس‌مهال د هېواد په ۳۶ برخو کې د رادار نوی سیستم نصب شوی چې په وسیله‌يې د ټول افغانستان هوايي حریم کنټرولېږي.
https://avapress.com/vdcfjcdytw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته