دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۲۴
د مطلب کود : 168646
هرات کې چاودنه شوي
د هرات ولایت په مرکز هرات ښار کې ځانمرګي برید د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسانو ته مرګ زوبله اړولې ده.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وویل پيښه نن ماښام د هرات ښار اړوند د ملي پوځ پخواني قول اردو مرکز ته څېرمه رامنځته شوې ده.
په همدې حال کې یو بل حکومتي سرچینه وایي پيښه شاوخوا ۵:۳۰ بجې د هرات ښار د لومړی امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې او په ترڅ کې دوه ماشومان وژل شوي.
د هرات والي ویاند وایي د برید په ترڅ کې دوه ماشومان وژل شوي او شاوخوا ۱۰ نور ټپیان دي.
د ښاغلي فرهاد په وینا، په ټپیانو کې د ۴ کسانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی او کېدای شي چې د مړو شمېر زیات شي.
تر اوسه کوم چا یا ډل د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
هرات د افغانستان په لودیدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د هرات  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcgt79q3ak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته