دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۵
د مطلب کود : 168648
په اندونیزیا کې دریم زلزله، د تلفاتو مجموعی آمار ۳۱۹ تنو ته ورسید
یو بل زلزله تیره ورځ پنجشنبه د اندونیزیا لامبوک جزیه په سخته توګه ولرزوله او د اندونیزیایی چارواکو په وینا د دریو پرله پسی زلزلو څخه راولاړ تلفاتو شمیر د تیری یکشنبه څخه تر اوسه پوری ۳۱۹ تنو ته رسیدلي او په سلګونه نور کسان ټپیان شوی دی.

د امریکا جیولوژی سروی اداره د پنجشنبه ورځې زلزله په اندونیزیا کې ۵.۹ ریشتر اعلان کړی دی.
اندونیزیایی رسنۍ د زلزله وروسته نیټو تصویرونه خپره کړ چی د لامبوک جزیره خلګو وحشت او نړیدلیو ساختمانونه شکاره کوله.
سوتوپو پورو نګروهو، په اندونیزیا کې د حوادثو سره مبارزی ملی اداره ویاند، خبرنګارانو ته وویل چی ددی زلزلی وروسته خلګو ته ډیر صدمه اوښتي، خو سونامی رامنځته کیدو لامل نه دی شوي.
ښاغلی نګروهو ویلی دی چی تلفات به احتمالآ ډیر شی، ځکه د هغه په وینا تراوسه هم ځینی اجساد د ساختمانونو لاندی دی او د ژغورنې کارکوونکې د اجسادو د ایستلو په حال کې دی.
د ۶.۹ ریشترو په شدت زلزله د یک شنبه په ورځ د لامبوک جزیره ولرزوله او ددی زلزلی څخه راولاړ تلفات نږدی ۶۸ زره کورونو خرابیدنه او د ۲۷۰ زره کسانو بی کور کیدنه اعلان شوی دی.
د جولای په ۲۹ یو بله زلزله د لامبوک کوهستان په جزیره کې د ۱۷ تنو وژل کیدو لامل شو.
 
 
https://avapress.com/vdci5vazvt1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته