دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 168649
افغانستان: پاکستانی ۶۰ زرو ځواکونو استقرار د دیورند په خط کې تبلیغاتی دی
د افغانستان دفاع وزارت د بلومبرګ امریکایی آژانس ریپورت په غبرګون چی ګوای پاکستانی ۶۰ زره سرتیری د افغانستان سره په سرحداتو کې ځای پرځای شوی دی، وایی چی پاکستان غواړی نړیوال ټولنه تیرباسی.

د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری په ګزارش سره، محمد رادمنش د ملی دفاع وزارت ویاند دفتر سرپرست آزادی رادیو ته وویل، که پاکستان صادقانه غواړی د تروریستانو په وړاندی مبارزه وکړی باید د سرحداتو ساتنې پرځای خپل خاوره کې ددی ډلو په وړاندی عملیات شروع کړی.
هغه وویل: ځینی وختونه وایی چی ۶۰ زره تنه ځای پرځای کیږی، ځینی وختونه د سیم خاردار او کانالونو خبره کوی، خو د تروریزم سره مبارزی اغیزی نه دی لیدل شوي، شعارونو سره یو کار نه کیږی، د تروریزم سره مبارزی حل لاره داده چی پاکستان خپل خاوری دننه تروریزم له منځّه یوسی.
دا په داسی حال کې دی چی په تازګیو کې ځینی امریکایی رسنۍ ګزارش ورکړی دی چی پاکستان غواړی ۶۰ زره سرتیری د افغانستان سره پرسرحد ځای پرځای کړی.
بلومبرګ خبری آژانس د یو پاکستانی مقام څخه په نقل سره چی نوم ښودلو څخه ډډه شوي، لیکلی دی چی ددی ځواکونو استخدام او زده کړه ورکونې پروسه ۴۰ سلنه مخته تللی او دا پروسه تر دوو کالو پوری به پوره شی.
دا پاکستانی چارواکې ویلی دی چی دا تصمیم د تروریستانو تللو او راتللو مخنیوی او افغانستان او پاکستان ترمنځ مخدره توکو قاچاق مخه نیولو لپاره اخیستل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcjxoevhuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته