د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي د کورنیو چارو وزارت پخوانی جنرال زلمی وردګ تېره شپه د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې وژل شوی دی.
نومړی زیاته کړه، چې ښاغلي وردګ د کارته پروان په مربوطاتو کې د نا معلومو وسله والو د برید په ترڅ کې کې وژل شوی.
خو ښاغلي نصرت وایي د پیښې په اړه پلټنې پیل شوي او د عاملینو د نیولو لپاره عملیات دوام لري.
بلخوا د کابل د امنیې قوماندانی ویاند حشمت ستانکزي وایي ښاغلي وردګ په چاړه وهل شوی او ژل شوی دی او د برید په تړاو د ښاغلي وردګ موټر چلوونکی نیول شوی دی.
ښاغلي وردګ د نظامي چارو کارپوه په توګه دنده ترسره کوله.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په وروستیو کې د دولت ضد وسله والې ډلې د هېواد په مهمو ولایتونو او ښارونو کې یې خپلو بریدونو زور ورکړی.
تر دې مخکې هم د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د حکومت او امنیتي بنسټونو پر ګڼو چارواکو بریدونه شوي.