دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۷
د مطلب کود : 168667
غزنی باندی وسله والو طالبانو برید په اړه جزئیات
وسله والو طالبانو د غزني ولات پر مرکز غزني ښار ډلییز برید پیل کړي او د ښار په ځینو برخو کې لا هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ خال خال نښتې دوام لري.

د ۲۰۳ تندرقول اردو د اوپراسیون مدیر ډګروال محمدعالم نجرابی په وینا د تندر قول اردو جزو تامونو د امنیتي او د فاعي ځواکونو سره په ګډه د غزنی ولایت په مرکز کې د ترهګرو ټول بریدونه په شاه تمبولی او هغوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړی وویل چې دغزني ولایت امنیت د ډاډ وړده، د ولسوالیو په ګډون مرکز هم د امنیتي ځواکونو د حاکمیت لاندی ده.
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په یوه بیان کې ویلي چې امریکایي ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونو په ځواب کې هوایي بریدونه ترسره کړي او د حکومت ټول مرکزونه او دفترونه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
د غزني د امني قوماندان فرید احمد مشعل وايي د نښتې په ترڅ کې د وژل شویو وسله والو طالبانو ۳۹ جسدونه د غزنې ښار په ختېځو برخو کې پاتې دي.
بلخوا د غزني عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي تر اوسه د ۱۶ وژل شویو کسانو جسدونه او شاوخوا ۳۰ ټپیان روغتونونه ته ور وړل شوي.
د چارواکو په وینا، په وژل شویو کې ۱۴ سرتېری او ۲ ملکي وګړي او په ټپیانو کې ۲۶ سرتېري شامل دي.
 
https://avapress.com/vdcjmoevauqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته