د دې حرکت ویاند بسم الله وطندوست په دی اړه ویلي، دوی به په دې سفر له مختلفو قومونو وغواړي چې په افغانستان کې د سولې لپاره کار وکړي.
ښاغلي وطندوست وویل، له دوی سره شل کسان په دې سفر کې ملګري دي.
دا ولسي حرکت له هلمنده څخه خوځیدلی و او له ۳۸ ورځو مزل وروسته کابل ته ورسېدل.
د سولې ولسي حرکت په کابل کې د امریکا، پاکستان، ایران، روسيې سفارتونو او د ملګرو ملتونو د دفتر مخته پرلتونه او اعتراضونه وکړل.