د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د ولسمشر غني په مشرۍ د وسلهوالو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه د ملي دفاع وزارت په مقر کې جوړه شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه غونډه کې چې د ملي امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه هم حضور درلود، د غزني، فراه او زابل ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو.
د جمهوري ریاست په وینا، د غزني امنیتي مسوولانو په دغه ولایت کې د وروستیو تازه امنیتي تحولاتو په هکله جمهوررئیس ته راپور ورکړ وې ویل، په وروستیو عملیاتو کې دښمن ته درانه تلفات اوښتي.
د ارګ ماڼی د خبرپاڼې له مخې، د وسلهوالو ځواکونو اعلی سرقومندان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړه ورتوب قدرداني وکړه او د دغه ولایتونو لوړ پوړو امنیتي مسوولانو ته یې لارښوونه وکړه چې د اړوندو ارګانونو ترمنځ د همغږۍ په خاطر په ځانګړي ډول غزني کې زیاته هڅه وکړي.
ارګ ماڼی وایي د غزني، فراه او زابل امنیتي او دفاعي مسوولانو له جمهوررئیس څخه په دې خاطر چې دوی ته یې روحیه ورکړه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به په بشپړې همغږۍ د خلکو د امنیت او ارامتیا په خاطر دښمن سره په مقابله کې لا زیاتې هڅې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)