دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 168686
هلمند کې د طالبانو پر مواضعو مرګوني هوایي بریدونه
د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د ائتلافي ځواکونو هوایي بریددونو په ترڅ کې ‘ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژل شوي.
چارواکي زیاتوي، چې د طالبانو پر مواضعو تازه هوایي بریدونه د نهر سراج ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي.
د راپورونو له مخې، د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۹ وسله وال وژل شوي او د هغوی یو شمېر وسلې او مهمات له منځته تللي دي.
د هلمند ولایت مقام پرون د یو بیان په خپرولو سره وویل ”نن جمعه مازدیګر ناوخته نېږدې اوه بجې د نهرسراج ولسوالۍ اړوند سيمه کې د ۶۱۱ سړک لویديځ لورته د ایتلافي ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال د د ښمن ۱۹ تنه وژل شوي دي. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې د يادو بریدونو له مخې د وسله والو مخالفینو درنې او سپکې وسلې هم له منځه تللي دي.
هلمند د افغانستان په سویل کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند په ګډون د هېواد په یو شمېر نا امنو ولایتونو کې د وسله وال طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد پوځي عملیات دوام لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaan6i49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته