کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې ځانمرګي برید د بهرنیانیانو په ګډون ۶ کسان ټپیان کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 اسد 1397 ساعت 11:58

پاکستاني چارواکي وایي د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ځانمرګي برید د بهرنیانو په ګډون ۶ کسان ټپیان کړي.


چارواکي زیاتوي، چې پیښه نن سهار د چاغاي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پاکستان پوځ یوه چارواکی رسنیو ته ویلي، چې د سرو زرو او مسو د یو معدن پر کارکوونکو د ځانمرګي برید په ترڅ کې شپږ کسان ټپیان شوي.
په کوټه د پولیسو یوه چارواکی محمد هاشم غلزي وایي د برید په ترڅ کې درې بهرنیان هم ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاته کړه، چې د پیښې ټپیان روغتون ته لېږدل شوي او د برید په اړه پلټنې دوام لري.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
شاوخوا درې اوونی مخکې د بلوچستان په کوټه ښار کې د ځانمرګي په ترڅ کې ۳۱ کسان وژل شوي وو.
د کوټې ښار د پولیس مشر محسین بټ رسنیو ته ویلي و، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کوټې ښار په ختېځه برخه کې د پولیسو یوه موټر په نښه کړی چې په ترڅ کې شاوخوا ۳۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.


د مطلب کود: 168690

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168690/په-پاکستان-کې-ځانمرګي-برید-د-بهرنیانیانو-ګډون-۶-کسان-ټپیان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com