دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 168698
غزنی ښار باندی د طالبانو په ډله ایز برید کې ۴۶ تنو ژوبل کیدنه
د غزنی ولایت څخه آخری ریپورتونه شکاره کوی چی غزنی ښار باندی د طالبانو ۱۳ ساعتنې برید په ترڅ کې د یو خبرنګار په ګډون، ۴۷ تنه نظامی او غیری نظامی کسان ژوبل شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، طالبان د جمعه ورځې په سهار غزنی باندی ډله ایز برید ترسره کړ او ددی ښار ځینی برخې تصرف کړ او امنیتی پوستو ته اور واچاوه.
هغوی د څو ناحیو څخه غزنی ښار باندی برید وکړ او ښار ته ننوتلو سره دولتی ځینی اماکن تر تصرف لاندی راوړل او ځینو ته یی اور واچاوه.
دفاع وزارت وایی چی د ۱۳ ساعتونو جنګ وروسته د غزنی په ښار کې، امنیتی ځواکونو طالبان د ښار دننې څخه بهر ایستلی او غزنی ښار اطرافو کې پاکسازی او چاڼییز عملیات جریان لری.
دفاع وزارت د یو خبری ناستې په ترڅ کې د طالبانو سخت تلفاتو په اړه هم ویلی دی او وایی چی په دی نښتو کې د ۱۰۰ تنو مسلح طالبانو څخه ډیر په هلاکت ورسید.
په دی حال کې په غزنی کې روغتیایی سرچینی یک تلویزیون ته ویلی دی چی ۱۶ جسدونه د طالبانو برید وروسته د غزنی ښار مرکزی روغتون ته لیږدول شوی چی پکې ۱۴ تنه نظامی او ۲ تنه غیری نظامیان دی.
همدارنګه په دی نښټو کې ۳۰ تنه ټپیان شوی چی ۲۶ تنه یی امنیتی ځواکونه او ۴ تنه یی غیری نظامیان دی او روغتون ته لیږدول شوی دی.
همدارنګه طالبان ملی تلویزیون یو کارمند په غزنی کې وژلي او رسنیو استول شوی دستګاه او آنتن ته اور ورپوری کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcdnj0fjyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته