دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 168700
که دا جګړه بین الافغاني وي؛ نو د جنرال نیکلسن سرشتې ورکې د څه لپاره دي


د جدې او مکې مکرمې په وروستیو غونډو کې چې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه جوړې شوې وې، یاده جګړه ورکې نا مشروع بین الافغاني جګړه وبلل شوه .
خو له یادو غونډو را وروسته د هیواد په داخل د خوست، لوګر، ننګرهار، پکتیا او کندوز ولایتونو کې په پرلپسي ډول امریکايي ځواکونو دومره مسلسل بریدونه وکړل چې خپله د دولتي چارواکو په اعتراف، له امله یې په سلګونو ولسي خلګ شهیدان او ژوبل شول .
که څه هم چې ارګ او سپیدار ماڼیو د امریکایانو په دغو بریدونو هم د نورو هغو په څیر خاموشي اختیار کړه ، خو د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون او همداراز پخواني ولسمشر حامد کرزي یاد بریدونه او په هغه کې د بیوزله ولسي وګړو عام وژنه بشري جنایت وباله او له هغوي څخه یې وغوښتل چې د بیوزله افغانانو له وژنې لاس واخلي.
د لوګر، ننګرهار، پکتیا او کندوز پر کلیوالو سیمو باندې د امریکایانو پربمباریو سربیره په افغانستان کې د هغوی کُل اختیاره چارواکی جنرال نیکلسن د افغانستان په سیاسي او پوځي چاروکې د ښکاره مداخلې په اړه داسې څرګندونې کوې لکه همدی چې د افغانستان بلا منازعه ټولواک وي.
نوموړی هیواد ته د دوستم له بیرته راستنیدو نیولې ، له طالبانو سره تر راتلونکي اختریز اوربند، د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې کمرنګې او په هیواد کې د داعش په خلاف د پوځي عملیاتو په شمول پر ټولو هغو موضوعاتو کومې چې د افغانستان د دولت له صلاحیتونو څخه دي داسې څرګندونې لري لکه خپله چې دی د افغانستان ولسمشر او باصلاحیته ټولواک وي .
دا خبره به مونږ دلته نه څیړو چې د افغانستان واکمن ولسمشر جنرال نیکلسن دی او که ښاغلی غني ؟
بلکې غواړو دلته یواځې دا پوښتنه مطرح کړو چې که واقعا هم دلته جګړه بین الافغاني وي نو بیا د ښاغلي نیکلسن دغه حاکمانه څرګندونې څه ډول توجیه کیدای شي؟
جنرل جان نیکلسن نن په افغانستان کې کټ مټ د پال بریمر رول لوبوي کوم چې په ۲۰۰۴ کې د امریکا لخوا د صدام حسین د حکومت تر نسکوریدو وروسته د عراق امریکايي واکمن شو او ټولې ملکي او پوځي چارې د ده تر نظارت لاندې سرته رسیدې.
سره له دې چې نن جنرال جان نیکلسن د افغانستان د داخلي او بهرنیو چارو کل اختیار دی، خو بیا هم د افغانستان په اصطلاح د علماوو شوری او هم د نیکلسن په دستور راټول شوي د جدې او مکې د غونډو برخوال په افغانستان کې د امریکایانو خلاف جهادي مقاومت بین الافغاني ناروا جګړه بولي.
که چیري جنرال نیکلسن او د هغه تر قومندې لاندې تر ۱۵ زره زیات امریکايي پوځیان افغانان وي بیا ریښتیاهم چې دا جګړه بین الافغاني او باید طالبان همدا نن دا جګړه ودروي .
او که جنرال جان نیکلسن او د هغه په لسګونو زره پوځیان ، په زرګونو پوځي ټیکداران او په سلګونو مشاورین امریکایان او د بي ۵۲ تر بمونو لاندې پر افغانستان پوځي یرغل کړی وي او بیا هم له هغوی سره د افغانانو مقاومت بین الافغاني نامشروع جګړه بلل کیږي دا نو بیا د کابل، جدې او مکې د غونډو د برخوالو له استحمار، حماقت او سفاهت پرته بل هیڅ توجیه نه لري.
ځکه هغه جګړه چې تمویل او تجهیز یې د امریکایانو او د افغانستان په داخل کې یې پوځي قومنده د امریکايي جنرال جان نیکلسن په غاړه وي ، دهیواد د داخلي او خارجې سیاست راهنمايي هم د هغوی په دستور وي هغه نه د عقل او نه د منطق په لحاظ بین الافغاني بلل کیږي ، بلکې هغه د ټولو سیاسي او پوځي قوامیسو له نظره بربنډ اشغال بلل کیږي .
څوک چې هغه بین الافغاني جګړه بولي هغوی اصلا د مادیاتو په مقابل کې د عقل، منطق او افغاني بصیرت حس له لاسه ورکړی دی.
https://avapress.com/vdchv6nzv23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته