دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 168701
د افغانستان-هند د ګډ کاري ډلې د دوهمې ناستې مهمې پرېکړې
د افغانستان او هند د ګډ کاري ډلې دوهمه ناسته د پنجنشبې په ورځ د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې جوړه شوه.
د هند د بهرنیو چارو وزوارت په یوه بیان کې ویلي، چې د افغانستان او هند ترمنځ د اوږدمهالې ستراتیژیک ملګرتیا په چوکاټ کې د پراختیایي کاري ډلې دوهمې ناستې په ترڅ کې دواړو غاړو د روانو پروژو په اړه بحث او ارزونه وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې پر یو شمېر نورو پروژ کار پیل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت له مخې، ټاکل شوې چې هند حکومت به په نږدې راتلونکي کې پر یو شمېر نورې پروژې کار پیل کړي، چې په کې د کابل د شاتوت اوبو بند، په ننګرهار ولایت کې د کډوالو لپاره په کم لګښت د کورنو د جوړولو چارې، په مزار شریف ښار کې د پولي کلینیک جوړونې چارې، او د بامیان یکاولنګ سړک د جوړولو چارې شامل دي.
هند په تېرو شپاړس کلونو کې د افغانستان په بیارغونه شاوخوا دوه میلیارد ډالر لګولي، د ملي شورا ودانۍ، سلما بند او د زرنج – دلارام لویه لار هغه سترې پروژې دي چې د هند له خوا پرې سلګونه میلیون ډالر لګول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په پایله کې هم د هند حکومت د افغانستان لپاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستو یو نوې بسته اعلان کړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuvazzt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته