کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملی دفاع وزارت: غزنی ښار کنټرول افغان امنیتی ځواکونو په لاس کې دی

20 اسد 1397 ساعت 14:15

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د غزني ښار ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي او د وسله‎والو مخالفینو پرضد يې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.


د ملی دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش  چې اوس مهال د ښار کنټرول د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی او په یو شمېر سیمو کې د مخالفینو خوځښتونه د ځپلو په حال کې دي.
نوموړی وايي:
"زموږ کومانډويي او خاص ځواکونه د غزني ښار ته رسېدليي او د هوايي ځواکونو په مرسته يې د غزني په لویدیځو ساحو کې چېرته چې وسله‎وال مخالفین لا هم مقاومت کوي، خپل تصفیوي عملیات پیل کړي دي."
ښاغلی رادمنش د یوې هليکوپټرې د سوځېدو خبر هم تأييدوي، خو وايي چې دا هلیکوپټر د برښنا د شارټۍ له امله اور اخېستی دی.
له دې وړاندې وسله‎والو طالبانو د دوی له لوري د غزني ښار د سرې روضې په سیمه کې د دغه هلیکوپټرې د سقوط ادعا کړې وه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې لا هم د دغه ښار په درېیو نقطو دوهمې، څلورمې او اتمې حوزې سیمو کې وسله‎وال مخالفین مقاومت کوي.
دا حملې تېره شپه له ۱۲ بجو وروسته د غزني په ښار له څلورو لوریو پیل شوي دي، وسله‎وال طالبانو په‎دې حملو کې زیات شمېر دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.
د دې ډلې له لوري په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني ښار زیات امنیتي مرکزونه، پوستې او غزني ښار ته ټولې ورغلې لارې ددوی په ولکه کې دي.
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي وايي، په سیمه کې د مخابراتي شرکتونو فعالیتونه درېدلي؛ په همدې اساس د غزني له ښاره تازه حال نه لري.
په‎دې حملو کې د اوښتو تلفاتو په اړه لا هم بېلابېل راپورونه ورکول کېږي.


د مطلب کود: 168707

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168707/ملی-دفاع-وزارت-غزنی-ښار-کنټرول-افغان-امنیتی-ځواکونو-په-لاس-کې-دی

آوا
  https://www.avapress.com