دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 168721
سولې ولسی حرکت غړی مزارشریف ته روان شو
د سولې ولسي حرکت غړي وایي، په کابل کې د ۵۳ ورځو تیرولو وروسته نن د جمعې په ورځ (زمري ۱۹ مه) د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښارته پرلوڅو پښو او په پلی مزل روان شوي دي.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست وایی، چې پر لوڅو پښو د شاوخوا پنځه نیم سوه لیکومټره اوږد مزل هدف د سولې د ولسي حرکت سره د لارې په اوږدو کې د پرتو ولسونو د غږونه بدرګه کول دي.
ښاغلي وطندوست وویل " د اټکل له مخې پنځه نیم سوه لیکومټره لار ده، که مونږ هره ورځ پنځه کیلومټره لار ووهو، نو شاوخوا دوو میاشتو کې مونږ بلخ ته رسیږو، تر بلخ مو د سفر هدف دادی، چې په لار کې اوسیدونکي راپورته شي او وهڅول شي، چې د سولې غږ بدرګه کړي".
ښاغلي وطندوست وویل، چې د سولې د ولسي حرکت له شلو زیات غړي په دې سفر کې شامل دي.
هغه وویل، بلخ ولایت مرکز ته له رسیدلو او هلته د یوې مودې لپاره د تم کیدو وروسته به له هغه ځایه د هرات ولایت ته لاړ شي.
د هلمند د سولې دغه حرکت غړو دروان لمریز کال د غوایي په ۲۳ مه د هلمند د ولایت د مرکز لښکرګاه له ښار څخه کابل ته پلی مزل پیل کړی وو، چې د خپل پیل کړي مزل پر ۳۷ مه ورځ کابل ته رسیدلي وو.
د سولې ولسي حرکت غړو په کابل کې د خپلې ایسارتیا پرمهال د امریکا، برتانیا، روسیې، ایران، پاکستان، اروپايي ټولنې، ملګروملتونو، اسلامي هیوادونو سازمان او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت قومندانۍ پر وړاندې پرلت ته کښناستل او د لیکونو له لارې یې دغو هیوادونو چارواکو ته د خپل حرکت غوښتنې او وړاندیزونه وسپارل.
بسم الله وطندوست وایي په کابل کې یې د یو شمیر سفارتونو مخ ته د پرلت ناستې ګټورې وې.
ښاغلي وطندوست وویل، چې د سولې ولسي حرکت په نړیواله کچه د سولې لپاره د افغانانو هیله مطرح کړې او د دوی د حرکت وروسته په ټول افغانستان کې د سولې پر ملاتړ حرکتونه او اوازونه اوچت شوي دي.
افغان حکومت وايي، د سولې د ولسي حرکت له هڅو ملاتړ کوي، جمهور رئیس محمد اشرف غني پخپله د سولې ولسي حرکت غړو سره د لیدنې لپاره د کابل په ښار کې چمن حضوري ته ورغلی وو.
خو وسله والو طالبانو په پرله پسې ډول په خپلو اعلامیو کې د سولې دغسې حرکتونه د امریکا د پروګرامونو یوه برخه ګڼلې او د هلمند د سولې ولسي حرکت غوښتنې یې هم ردې کړي دي.
د سولې ولسي حرکت غړي وايي، وسله والو طالبانو سره د خبرو او سولې ته د هغوی د هڅولو لپاره یې یو کمیسیون جوړ کړی، چې د دغه کمیسیون غړي به په ولایتونو کې د طالبانو له قومندانانو سره اړیکې ونیسي او هغوی به سولې څخه ملاتړ ته وهڅوي.
 
https://avapress.com/vdcauan6649ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته