په پلازمېنه کابل ښار کې امنیتي چارواکي وایي د کابل ښار له مربوطاتو څخه یو تن د خپل زوی د وژنې په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.
په کابل ښار کې یو تن د خپل زوی د وژنې په تور نیول شوی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 اسد 1397 ساعت 8:55
په پلازمېنه کابل ښار کې امنیتي چارواکي وایي د کابل ښار له مربوطاتو څخه یو تن د خپل زوی د وژنې په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.
د کابل د امنیې قوماندانی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې رمضان د خدا داد زوی او د بلخ ولایت د چمتال ولسوالی اصلي اوسیدونکی د خپل زوی د وژنې په تور نیول شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې رمضان اوس مهال د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د بهادر خان سیمې اوسیدونکی دی، د خپل ۱۶ کلن زوی د وژنې په تړاو د پجنشبې په ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
د امنیې قوماندانی د معلوماتو له مخې، رمضان څو موده وړاندې خپل ۱۶ کلن زوی په بې رحمانه توګه وژلي و او جسد یې د خپل کور د انګړ په صحن کې پټ کړی و.
تر اوسه د پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی خو په وروستیو میاشتو کې د کابل ښار په ګډون د هېواد په یو شمېر مهمو ښارونو کې په جنایي پیښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د مطلب کود: 168737