دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 168740
په ننګرهار کې امریکایی ځواکونو داعشیانو پټنځایونو باندی بمبار کړي
په ننګرهار ولایت کې امنیتي چارواکي وایي په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونو په نازیانو ولسوالی کې د داعشیانو یو پټنځای بمبار کړی دی.

د ننګرهار امنیې قوماندانی په یوه بیان کې ویلي، چې د نازیانو ولسوالی په مربوطاتو کې د هوایي برید په ترڅ کې دوه داعش وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تېره ورځ ناوخته د نازیانو ولسوالی اړوند دوه خولې په ساحه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د وسله والو مخالفینو په پټنځای هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې دوه تنه داعش وسله وال وژل شوي.
د امنیې قوماندانی معلوماتو په اساس، په دغه هوایي برید کې ملکي وګړو او د امنیتي ځواکونو منسوبینو ته زیان ندې اوښتې .
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه  هم دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcbawb8grhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته