کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو دقطر دفتر پلاوی له ازبکستان سره پر سولې خبرې کړې

21 اسد 1397 ساعت 9:50

د طالبانو د قطر دسیاسي دفتر یوپلاوی ددغه دفتر درییس په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی.


دطالبانو دقطر دفتر لخوا د زمري په ۲۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  د سیاسي د فتر یوپلاوی  د د فتر د رئيس شیر محمد عباس ستانکزي تر مشري لاندې د روان کال د اګست د میاشتې له شپږمې نیټې څخه تر لسمې نیټې پورې د ګاونډي هیواد ازبکستان د چارواکو په بلنه هغه هیواد ته سفر درلود.
سرچینې زیاته کړې، په دې سفر کې نوموړې پلاوي د ازبکستان د بهرنیوچارو وزیر  عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر استازي ښ عصمت الله ارګاشیف سره وکتل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې سففر پر مهال په افغانستان کې د ازبکستان له خوا د اوسنیو او راتلونکو ملي پروژو لکه د اورګاډي پټلۍ او د بریښنا د لین په امنیت خبرې وکړې. همداشان له افغانستان څخه د بهرنیوځواکونو د وتلو او دا چې په افغانستان کې څنګه سوله راتلای شي، په دې اړه د ازبکستان له چارواکو سره نظرونه تبادله شول.


د مطلب کود: 168742

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168742/د-طالبانو-دقطر-دفتر-پلاوی-له-ازبکستان-سره-پر-سولې-خبرې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com