دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 168744
رومانیا کې زرګونه کسانو بیا حکومت ضد لاریون وکړ
په رومانیا کې زرګونه کسانو پرون شنبه بیا د خپل حکومت پرضد مظاهره وکړه.

مضاهره کوونکو چې د رومانیا په پلازمېنه بوخارست کې د ښار پر مرکزي څلور لارې را غونډ شوي وو، د خپل هېواد بېرغونه لېږدول.
اعتراض کوونکي د حکومت تبدیلي غواړي.
هغوي وايي چې حکومت يې په وروستیو کې په قوانینو کې داسې بدلون راوستي چې په مالي درغلیو کې د ښکېلو کسانو څارنه او له هغوی سره قانوني چلند ګرانوي.
په رومانیان کې تر دې یوه ورځ مخکې په مظاهره کې د تشدد راپور ورکړ شوی و.
چارواکي وايي چې د جمعې په ورځ د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې ۴۴۰ تنه زخمیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي وو چې ۲۰ تنه یې د مظاهرو ضد پولیس وو.
د رومانیا ولسمشر کلاسو یوهانیس چې د خپل هېواد د چپ اړخې مقننه قوې له سختو منتقدانو دی، له مظاهره چیانو سره د پولیسو چلند ظالمانه بللی دی.
https://avapress.com/vdcfjcdyjw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته