کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رومانیا کې زرګونه کسانو بیا حکومت ضد لاریون وکړ

21 اسد 1397 ساعت 9:54

په رومانیا کې زرګونه کسانو پرون شنبه بیا د خپل حکومت پرضد مظاهره وکړه.



مضاهره کوونکو چې د رومانیا په پلازمېنه بوخارست کې د ښار پر مرکزي څلور لارې را غونډ شوي وو، د خپل هېواد بېرغونه لېږدول.
اعتراض کوونکي د حکومت تبدیلي غواړي.
هغوي وايي چې حکومت يې په وروستیو کې په قوانینو کې داسې بدلون راوستي چې په مالي درغلیو کې د ښکېلو کسانو څارنه او له هغوی سره قانوني چلند ګرانوي.
په رومانیان کې تر دې یوه ورځ مخکې په مظاهره کې د تشدد راپور ورکړ شوی و.
چارواکي وايي چې د جمعې په ورځ د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې ۴۴۰ تنه زخمیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي وو چې ۲۰ تنه یې د مظاهرو ضد پولیس وو.
د رومانیا ولسمشر کلاسو یوهانیس چې د خپل هېواد د چپ اړخې مقننه قوې له سختو منتقدانو دی، له مظاهره چیانو سره د پولیسو چلند ظالمانه بللی دی.


د مطلب کود: 168744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168744/رومانیا-کې-زرګونه-کسانو-بیا-حکومت-ضد-لاریون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com