دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 168748
دفاع وزارت: طالبان د غزنی ښار څخه شړل شوي دی؛ سیمه ایز سرچینی: جنګ جریان لری
په داسی حال کې چی سیمه ایز سرچینی د غزنی په مرکزی سیمو کې د طالبانو او دولتی ځواکونو ترمنځ جنګ ادامه څخه خبر ورکوی، د دفاع وزارت ادعا کوی چی طالبان د ښار څخه شړل شوی دی.
 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، طالبان د جمعه په شپه(اسد ۱۹) نیټه غزنی باندی د څلورو خواوو څخه برید وکړ.
هر دواړو لورو ادعا کړي چی د ښار ځینی برخو کنترول په لاس کې لری.
د غزنی نمایندګان د نمایندګانو په مجلس کې ویلی دی چی ځینی غیری نظامیان وژل شوی او جسدونه یی ځمکې پر مخ پاته دی او هیڅوک نشته چی دا جسدونه ولیږدوی.
د مخابراتی شبکو فعالیت دریدلي او ددی مخې د غزنی ښار وضعیت څخه دقیق اطلاعات نشته.
نصیر احمد فقیری؛ د غزنی ولایتی شورا غړۍ وایی چی طالبان د ښار دننه دی او مسکونی کورونه د سنګر په حیث استعمالوی.
طالبانو ادعا کړي چی غزنی ښآر بندیخانه نیولی او بندیان د هغه ځایه خوشی کړي دی. خو امنیتی چارواکې دا خبره ردوی.
جنګ د غزنی په ښار کې په داسی حال کې ادامه لری چی دولت وایی کماندو ځواکونه په دی ښآر کې فعال حضور لری.
تراوسه کوم موثق منبه ددواړو لورو د تلفاتو ادعا نه دی تایید کړی. د غیری نظامیانو تلفاتو شمیر هم نه دی معلوم.
غزنی ښار باندی د طالبانو تازه برید کې، دا څلورم ځل دی چی په دی اخیرو کلونو کې هغوی توانیدلی چی افغانستان ښار مرکزونو ته دننه شی.
 
https://avapress.com/vdcjxoevouqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته