کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اردوغان: امریکا او یو شمیر هیوادونه د ترکیی پرضد اقتصادی جنګ پیل کړي

21 اسد 1397 ساعت 11:01

د ترکیې ولسمشر وايي، امریکا او یوشمېر نورو هېوادونو يې د ترکیې پر ضد اقتصادي جنګ پیل کړی دی.



رجب طیب اردوغان په خپل هېواد کې د اقتصادي کړکېچ پړه پر هغو هېوادونو ور واچوله چې د ده په وینا، د ترکیې پرضد یې د اقتصادي جنګ لمنې ته لاس اچولی دی.
اردوغان پرون د اسد په ۲۰ مه د ترکیې په شمال ختيځ ولایت رېزه کې وویل چې ډالر، ایرو او سره زر هغه مرمۍ، بمونه او توغندي وو چې په دې اقتصادي جنګ کې د ترکیې پر ضد وتوغول شول.
رجب طیب اردوغان د خپلو پلویانو په غونډه کې ژمنه وکړه چې ترکیه به د خپل اقتصاد د خوندیتوب لپاره ضروري ګامونه پورته کړي.
اردوغان وویل، مهمه مسئله د هغو لاسونو ماتول دي چې د ترکیې پر اقتصاد ګوزارونه کوي.

نوموړي وویل:
"دا ولس د تهدید په ژبه اصلاً لارې ته نه شئ سمولای، موږ د قانون او حقوقو په ژبه خبرې کوو، نه د ګواښ."
د واشنګټن او انقرې ترمنځ د تجارتي اړیکو له نازک کېدو او د ترکیې د حکومت د اقتصادي پالېسيو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره، د ترکۍ ليرې بیه په بې ساري ډول را ولوېده.
د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ له ترکیې د فولادو او المونیم پر وارداتو مالیاتي تعرفه دوه چنده کړه.
ټرمپ وویل چې تر دې وروسته به له ترکیې د فولادو پر وارداتو تعرفه ۵۰ او پر المونیم به ۲۰ فیصده وي او دا پرېکړه یې په مارکېټ کې د ډالر په مقابل کې د لیرې د نرخ د ډېر ټیټوالي له امله کړې ده.
د ترکیې او امریکا ترمنځ اړیکې تر هغه وروسته لا خرابې شوې چې یو امریکایي پادري یا کشیش، اندریو برونسون په ترکیه کې ونیول شو.
 


د مطلب کود: 168749

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168749/اردوغان-امریکا-او-یو-شمیر-هیوادونه-د-ترکیی-پرضد-اقتصادی-جنګ-پیل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com