په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې په همدې موخه جوړشوی و، د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي وويل، د هېواد په يولس ولايتونو: ( هلمند، بلخ، غور، کونړ، پنچشېر، پکتيا، ننګرهار، کندوز، لغمان، پروان، سرپل) کې د څه باندې ۳۰۰ ميليونو افغانيو په ارزښت د ۲۹ پروژو هوکړه ليکونه لاسليک شول، چې له دې سره سم يې عملي چارې هم پيل شوې.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير زياته کړه، چې په دې پروژو کې د اوبو لګولو سربندونه او کانالونه، سړکونه، استنادي او محافظوي ديوالونه، بولډروال او د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رياست د ودانۍ رغونه شامله ده. له دې پروژو به ۶۷،۲۲۵ ځايي خلک ګټه اخلي او په کاري بهير کې به يې ۸۴،۰۹۰ کاري ورځې رامنځته شي، چې د سيمې ګڼ خلک به په کې په کار بوخت وي.
د دې پروژو لګښت د افغانستان د ماليې وزارت څخه ورکړل شوی، چې له ډلې ېې د دوو پروژو لګښت په ( کندوز کې د نږدې پنځه ميليونه افغانيو او په پنچشېر کې د نږدې دوه ميليونه افغانيو) په ارزښت دوست هېواد هند له خوا ورکړل شوی. په لګښت کې يې د ۲۹ پروژو له ډلې په ۲۵ پروژو کې د سيمې خلک لس فيصده ونډه لري.
د يادونې وړ ده، چې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر لخوا په تېرو د دوو کالونو کې د څه باندې ۵،۷۳ ميليارده افغانيو په ارزښت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د څه باندې پنځه ميليونه وګړو لپاره د ۱۰۹۶ پروژو هوکړه ليکونه لاسليک شوي، چې د خلکو په ټولنيز او اقتصادي ژوند کې يې مثبت اغېز راوستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)