کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د څه باندې ۳۰۰ ميليونو افغانيو په ارزښت، د هېواد په ۱۱ ولايتونو کې د ۲۹ پرمختيايي پروژو هوکړه ليکونه لاسليک شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 اسد 1397 ساعت 11:49

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر لخوا د هېواد د يولس ولايتونو له پرمختيايي شوراګانو او شرکتونو سره د ۲۹ پروژو هوکړه ليکونه لاسليک شول.


په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې په همدې موخه جوړشوی و، د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي وويل، د هېواد په يولس ولايتونو: ( هلمند، بلخ، غور، کونړ، پنچشېر، پکتيا، ننګرهار، کندوز، لغمان، پروان، سرپل) کې د څه باندې ۳۰۰ ميليونو افغانيو په ارزښت د ۲۹ پروژو هوکړه ليکونه لاسليک شول، چې  له دې سره سم يې عملي چارې هم پيل شوې.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير  زياته کړه، چې   په دې پروژو کې د اوبو لګولو سربندونه او کانالونه، سړکونه، استنادي او محافظوي ديوالونه، بولډروال او د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رياست د ودانۍ رغونه شامله ده. له دې پروژو  به   ۶۷،۲۲۵  ځايي خلک  ګټه اخلي او په کاري بهير کې به يې  ۸۴،۰۹۰  کاري ورځې رامنځته شي، چې د سيمې ګڼ خلک به په کې په کار بوخت وي.
 د دې پروژو لګښت د افغانستان د  ماليې وزارت څخه ورکړل شوی، چې  له ډلې ېې  د دوو پروژو لګښت په   ( کندوز  کې د نږدې پنځه ميليونه افغانيو  او په پنچشېر کې د نږدې دوه ميليونه افغانيو)  په ارزښت  دوست هېواد هند له خوا ورکړل شوی. په لګښت کې يې د   ۲۹ پروژو له ډلې  په ۲۵ پروژو کې د سيمې خلک لس فيصده ونډه لري.
د يادونې وړ ده، چې  د کليو  بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر لخوا په تېرو د دوو کالونو کې  د څه باندې ۵،۷۳ ميليارده افغانيو په ارزښت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د څه باندې پنځه ميليونه وګړو لپاره د ۱۰۹۶  پروژو هوکړه ليکونه لاسليک شوي، چې د خلکو په ټولنيز او اقتصادي ژوند کې يې مثبت اغېز راوستی.
 
 


د مطلب کود: 168752

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168752/د-څه-باندې-۳۰۰-ميليونو-افغانيو-په-ارزښت-هېواد-۱۱-ولايتونو-کې-۲۹-پرمختيايي-پروژو-هوکړه-ليکونه-لاسليک-شول

آوا
  https://www.avapress.com