دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 168763
د کابل ښار د ډیزاین چوکاټ تصویب شو
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د کابل ښار د ډیزاین چوکاټ پرون ماښام د د ښاري پراختیا عالي شورا د غونډې په ترڅ کې تصویب شو.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي چې  یاده طرحه د جایکا د طرحې پر ځای منل شوې او په پنځو برخو کې ډیزاین شوې ده چې د انکشاف چوکاټ، د دارالامان د واټ د چوکاټ ډیزاین او انکشاف، د شهید مسعود د واټ د چوکاټ ډیزاین او انکشاف، د زیربنایي شبکو د چوکاټ انکشاف او تطبیقي لارښوونې په‌کې شاملې دي.
د ښار او کور جوړولو وزارت د ښار جوړولو ریاست سرپرست ذکي سرفراز وویل چې د یادې طرحې تطبیق لپاره ظرفیت، د مقررو ترتیب، د جایدادونو مدیریت، د هغه په تطبیق کې د عامه او خصوصي مشارکت په خاطر د ځانګړي چوکاټ جوړولو او د تطبیق لپاره یې بودجې ته اړتیا ده.
ولسمشر غني وویل، چې ژر بشپړېدونکي پروژې دې مشخصو ادارو ته وسپارل شي او د هرې ادارې مسوولیتونه او وظایف دې مشخص شي.
د کابل ښاروالۍ د پلان او پالیسۍ رئیسې سحر همدرد د شهید مزاري او عرفاني سړکونو د پراختیا لپاره د بدیل جایداد د وېش پلان په اړه غونډې ته دوه طرحې وړاندې کړې.
اغلې سحر زیاته کړه، دواړه طرحې د قورغ غره په لمن کې ډېزاین شوي چې یوه یې د ټولو اسانتیاوو سره د استوګنې ۴۰۳ نمرې او دویمه یې د ساساکي لارښودې طرحې په اساس په ۱۶۳ جریبه ځمکه کې ترتیب شوې ده چې ۴۵۵ تجارتي او استوګنېزې نمرې لري.
د ارګ ماڼی په وینا، غونډې له هراړخېزو بحثونو وروسته دویمه طرحه تائید او څرګنده یې کړه، د استوګنې د بلاکونو او حوېلیو ډولونه دې تثبیت شي، زرغونه او سوداګریزه سیمه دې تفکیک او دغه راز دې د تطبیق وړ سیمه کې د خاورې پېژندنې او د اوبو رسولو، فاضلابو او لمریزې انرژۍ سیستمونه په پام کې ونیول شي.
https://avapress.com/vdcg379qwak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته