دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 168772
د غزني ښار د نښتې په اړه د افغان پوځ د لوی درستیز تازه څرګندونې
د افغانستان د ملي پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي تائیدوي چې د غزني ولایت په مرکز غزني ښار کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ خال خال نښتې لا هم دوام لري.
جنرال یفتلي په کابل کې له خبریالان سره د مرکې پر مهال وویل، چې د دولتي او امنیتي بنسټونو په ګډون د غزني ښار ستراتیژیکې سیمې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
نوموړی هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د د امنیې قوماندانی په ګډون ځینې دولتي ادارې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي.
هغه زیاته کړه، چې د وسله والو د ځپلو په موخه د ملي اردو ځواکونو په ګډون امنیتي او دفاعي ځواکونه په عملیاتو بوخت دي.
د جنرال یفتلي په وینا، وسله وال طالبان د خلکو له کورونو، هټیو، او نورو ملکي ودانیو څخه د موضع په توګه کار اخلي او له همدې امله د امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات له خنډ سره مخ کړي.
جنرال وایي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاه د وسله والو په وړاندې په عملیاتو کې له احتیاطه کار اخلي.
د پوځ لوی درستیز وویل ” په غزني ولایت کې امنیتي ځواکونه د طالبانو له برید سره سم لاس په کار شوي او د هغوی پراخ برید یې له ماتې سره مخ کړی دی. مونږ په غزني ولایت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه ورو پرمختګ کوو.”
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgu79qxak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته