دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۷
د مطلب کود : 168775
فراه کې طالبانو مواضعو باندی کومانډو او بهرنیو ځواکونو بریدونه
د فراه ولایت په دوو ولسوالیو کې د کومانډو او بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونو په ترڅ کې اوه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په لویدیځ کې د ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانی په یوه بیان کې ویلي چې د پشت رود ولسوالی په ګزګین سیمه کې د بهرنیو ځواکونو هوایي برید په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوایي برید کې د وسله والو یوشمېر وسلې هم لمنځه تللي دي.
ظفر قول اردو وایي د بالا بلوک ولسوالی د دیزک سیمې په ختېځ کې یې د کومانډو او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۲ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د ظفر قول اردو په وینا، د هوایي بریدونو په ترڅ کې د وسله والو یوه سراچه ډوله موټر هم لمنځه وړل شوی.
فراه د افغانستان په لویدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فراه  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcjaoeviuqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته