کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سولې شورا: ازبکستان چارواکو او وسله والو طالبانو چارواکو ترمنځ خبری د افغانستان په مشوره شوي

21 اسد 1397 ساعت 16:58

د افغانستان د سولې عالي شورا د وسله والو طالبانو او د ازبکستان د چارواکو ترمنځ د تیرې اونۍ د خبرو هرکلی کړی او دا خبرې یې د طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو د پیل لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې یو قدم ګڼلی دی.



د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري په دی اړه وویل، چې افغان حکومت د سولې په اړه د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کولو د هڅو پر مهال د ټولو هیوادونو څخه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره یوه غوښتنه داوه، چې هغوی دې د دغسې خبرو د پیل لپاره منځګړیتوب وکړي.
د سولې د عالي شورا ویاند وویل، چې د وسله والو طالبانو سره د ازبکستان د چارواکو کتنې د افغان حکومت سره د سلامشورو په پایله کې شوي او افغان حکومت یې هرکلی کوي.
ښاغلي طاهري وویل " پرته له شک څخه دا چې نن ازبکستان د طالبانو له استازو سره کوم تماس لري، دا هم د همدغو همکاریو په لړ کې دی، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو بهیر ګړندی کوي او مونږ یې هرکلی کوو".
په برخه کې افغانستان سره ښه همکاري لري او د دې وړاندې، چې د طالبانو پلاوی له ازبکستان څخه لیدنه وکړي دغه هیواد په دې مسله افغان حکومت سره خبرې کړې وې او له افغان حکومت یې " اجازه" غوښتې وه.
د سولې د عالي شورا ویاند دا لیدنې کتنې په قطر کې د طالب وسله والو د سیاسي دفتر له استازو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې کتنې ته ورته وبللې او ویې ویل، چې افغان حکومت د سولې د بهیر د کړندې کولو لپاره د دغسې کتنو په برخه کې کوه ستونزه نه ویني.
د سولې عالي شورا ویاند په تاشکند کې طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه په ځینو رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه ناسم وببل او ویې ویل، چې تر هغه وخته، چې طالبان د سولې مخامخ خبرو ته چمتو نه شي، د دغسې کوم دفتر د پرانیستلو اجازه به ورنګړل شي، خو هغه وویل، چې که طالبان مخامخ خبرو ته چمتو شي، نو د خبرو د مصونیت لپاره افغان حکومت په هرځای کې، چې دا ډله وغواړي دفتر د پرانسیتلو پر مسله غور کولی شي.
 


د مطلب کود: 168776

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168776/سولې-شورا-ازبکستان-چارواکو-او-وسله-والو-طالبانو-ترمنځ-خبری-د-افغانستان-په-مشوره-شوي

آوا
  https://www.avapress.com