د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښيني.
له وسله والو طالبانو څخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتنه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 اسد 1397 ساعت 19:26
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښيني.
د پخواني ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي له وسله والو طالبانو سره د بین الافغاني خبرو اترو په اړه د سیاسي ګوندونو استازو، سیاسي ائتلافونو، د مقاومت حوزې، د ملي شورا او مدني ټولنې استازو د وروستي دریځ د اعلان هرکلی کوي.
ښاغلي کرزي د سولې د تحقق په اړه د افغانانو په مشری او د بین الافغاني خبرو اترو پر اړتیا ټنیګار وکړ او له وسله والو طالبانو وغوښت چې د افغانانو له هیلو سره سم له حکومت سره د سولې بین الافغاني خبرې اترې پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنبش ملي ګوند ویاند بشیر احمد تهینج تر دې مخکې ویلي و چې د سیاسي ګوندونو او جریانونو مشرانو د ټاکنو او له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه پر یو لړ مهمو پرېکړو موافقې ته رسېدلی.
ښاغلي تهینج په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې د وروستيو ناستو په اړه بشپړ جزئیات به ډیر ژر د یوې لویې غونډې په ترڅ کې له خلکو سره شریک شي.
د مطلب کود: 168784